د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي د غړې فاطمې ګیلاني ژوندلیک

a.zia
Fatima Gilani

فاطمه ګیلاني د سید احمد ګیلاني لور ده چې په ۱۳۳۲ کال کې زیږېدلې ده. دې خپلې ثانوي زده‌کړې په ۱۳۵۰ کال کې په ملالۍ ښوونځي کې بشپړې کړې دي.
آغلې ګیلاني د لېسانس او ماسټرۍ په کچه زده‌کړې د ایران په ملي پوهنتون (شهید بهشتي پوهنتون) کې بشپړې کړې دي. دا د اسلامي او فقهي علومو په برخه کې له  The Muslim College Londonکالج څخه هم د ماسټرۍ سند لري.
آغلې ګیلاني ۱۲ کاله په لویديځ (امریکا او اروپا) کې د ملي اسلامي محاذ ګوند ویانده پاتې شوې او دوه کاله یې د لندن اسلامي کالج د شریعت په بورډ کې دنده اجرا کړې ده.
همدارنګه دې د روم کنفرانس، بېړنۍ لویې جرګې او د اساسي قانون د لویې جرګې غړیتوب درلود او د اساسي قانون د تدقیق د کمېټې کمېشنره هم وه.
دا له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې په افغانستان کې د سرې میاشتې رئیسه وه. آغلې ګیلاني په ورته وخت کې د سره صلیب او هلال احمر فدراسیون د اطلاعاتو او منځګړیتوب (Compliance & Mediation) د بورډ رئیسه او په ۲۰۱۷ کال کې د سره صلیب د کنفرانس رئیسه هم وه. همدارنګه دا په همدغه کال په دوبۍ کې د ټولې خلیج حوزې لپاره د بشري مرستو په برخه کې د سره صلیب او هلال احمر فدراسیون استازې وه.
آغلې ګیلاني د «محمد موسی شفیق» او «مساجد لندن» کتابونو لیکواله هم ده.