د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي د غړي غلام فاروق مجروح ژوندلیک

a.zia
Majroh

غلام فاروق مجروح ۵۱ کلن دی او د لېسانس په کچه لوړې زده‌کړې لري.
دی په هرات ولایت کې د ښوونځي تر بشپړولو وروسته د ځوانۍ په عمر د جهاد سنګر ته لاړ او د اسلامي جمعیت ګوند د یوه مهم قومندان په توګه یې خپله ایماني او وطني دنده ادا کړه.
ښاغلی مجروح دا مهال په ولسي جرګه کې د خلکو استازی دی او د ولسي جرګې په شپاړسمه دوره کې هم د دغې جرګې غړی و.
ده په هرات ولایت کې په اداري او امنیتي بستونو کې دنده اجرا کړې، د ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو تر څنګ د ۱۳۸۱ کال د بېړنۍ لویې جرګې او همدارنګه د ۱۳۸۲ کال د اساسي قانون د لویې جرګې غړی و.
دی په رسنیو کې فعال رول لري او تر اوسه یې ګڼې مقالې خپرې شوې دي. ښاغلي مجروح د ولسي شخړو په حلولو کې مثبت رول ادا کړی دی.