د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي د غړي باتور دوستم ژوندلیک

a.zia
Dostum

الحاج باتور دوستم د الحاج مارشال عبدالرشید دوستم زوی دی چې په ۱۹۸۸ کال کې د جوزجان ولایت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې زیږېدلی. ده لومړنۍ دوره (لومړی ټولګی) د طالبانو تر راتلو وړاندې د جوزجان په ابن‌یمین لېسه کې لوستی. ورپسې یې لومړنۍ دورې ته د ترکیې په اوران پیریهان ښوونځي کې دوام ورکړی او د لېسې دوره یې هم د ترکیې په اوزل احمد السوی ښوونځي کې بشپړه کړې ده. په ۲۰۱۴ کال کې یې د ترکیې په انقره ښار کې له غازي پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو په برخه کې د لېسانس سند ترلاسه کړی. ښاغلی دوستم دا مهال د ماسټرۍ دورې د بشپړولو په حال کې دی. 
ښاغلی باتور دوستم په اوزبکي، دري، ترکي، انګلیسي او ترکمني ژبو پوهېږي.
ده له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې په «ترک دنیاسي» بنسټ کې فعالیت درلود او په همدغو کلونو کې یې له تحصیلي دورې سره هم‌مهاله ټولنیز خدمتونه هم کړي دي. له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې د دوستم خیریه بنسټ رئیس و. همدارنګه ښاغلي باتور دوستم په تخار او جوزجان ولایتونو کې د «باتور بیلیم یورتي» ښوونیزو مرکزونو مالي ملاتړ هم کړی.
ښاغلي دوستم په لاندې نړیوالو ناستو کې ګډون کړی:

  • په ۲۰۱۴ کال کې لندن کنفرانس
  • په ۲۰۱۵ کال کې په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې پرانیسته
  • په ۲۰۱۶ کال کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي مجمع ناسته
  • په ۲۰۱۶ کال کې د بروکسل نړیوال کنفرانس
  • په ۲۰۱۸ کال کې په تاشکند کې د سولې نړیوال کنفرانس
  • په ۲۰۱۹ کال کې په ترکیه کې د اسلامي هېوادونو نړیواله ناسته، د افغانستان د پلاوي د غړي په توګه
  • په ۲۰۱۶ کال کې په نیویارک کې د آس‌ځغلوونکو د نماد پرانیستلو او د سپټمبر د یوولسمې د یاد تازه کولو مراسم
  • په ۲۰۱۸ کال کې په نیویارک کې د دوولس پياوړي خلک (12 Strong) فلم د مخکتنې مراسم

ښاغلی دوستم په ۲۰۱۷ کال کې د پولینیوم له لارې د ملي اسلامي جنبش ګوند رئیس وټاکل شو. ده همدارنګه په دوستم بنسټ کې فعالیت کړی. دوستم بنسټ په بېلابېلو ولایتونو کې له سېلاب‌ځپلو، زلزله‌ځپلو او د کور ویجاړوونکو جګړو له زیانمنو شوو سره لومړنۍ مرستې کوي؛ په هېواد کې او له هېواده بهر د صعب‌العلاج ناروغانو په درملنه او د ناروغانو د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کوي؛ د دیني، ښوونیزو او فرهنګي کتابونو په چاپ کې هم همکاري کوي؛ همدارنګه د ژبو د پیاوړتیا او ښوونیز ظرفیت د لوړولو لپاره فرهنګي، علمي او ښوونیزې غونډې جوړوي. 
ښاغلی دوستم دا مهال د ولسي جرګې غړی او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړی دی. په کابل او جوزجان ولایتونو کې د مؤکلینو ستونزو او اړتیاوو ته رسېدنه، د دولت او نورو بېلابېلو ادارو په بېلابېلو کاري برخو کې د ځوانانو ګومارنه، په بېلابېلو هېوادونو کې ځوانانو ته د تحصیلي فرصتونو برابرول، د هېواد په ملي شورا کې د ولسي جرګې له غړو سره د څو قوانینو تصویبول، د روان سیاسي وضعیت څارنه او ارزونه او همدارنګه د خلکو ستونزو ته عدالت‌غوښتنه د ښاغلي دوستم د لاسته‌راوړنو له ډلې شمېرل کېږي.