د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي د غړي عطاءالله لودین ژوندلیک

a.zia
Ludin

مولوي عطاءالله لودین د مولوي شمس‌الرحمن کاموي زوی دی چې په ۱۳۴۰ ل.ل کال کې د ننګرهار ولایت په کامه ولسوالۍ کې زیږېدلی.
لومړنۍ زده‌کړې یې د ننګرهار په کامه ولسوالۍ کې کړې او د ثانوي زده‌کړو دوره یې تر څوارلسم ټولګي پورې د همدغه ولایت په نجم‌المدارس مدرسه کې بشپړه کړې ده.
مولوي لودین په ۱۳۵۸ کال کې له هېواده بهر کډوال شو او تر ۱۳۷۱ کال پورې یې د روسانو پر خلاف په جهاد کې ګډون وکړ.
ده د قومندان په توګه د مجاهدینو د یوې ډلې رهبري پر غاړه لرله. مولوي لودین په ۱۳۷۱ کال کې د اسلامي حکومت له جوړېدو سره د ننګرهار ولایت د مرافعې څارنوالۍ عمومي رئیس وټاکل شو او د ختیځ شورا مشر غړی هم و.
مولوي لودین د مجاهدینو د حکومت تر پرځېدو وروسته د طالبانو په دوره کې بیاځلي تحصیل ته دوام ورکړ او په اسلامیاتو، فقه او عربي کې یې د پاکستان له وفاق‌المدارس مدرسې څخه د لېسانس سند ترلاسه کړ.
په ۱۳۸۰ کال کې د موقت حکومت له جوړېدو سره یو ځل بیا د ننګرهار ولایت د محاکمو عمومي رئیس وټاکل شو او ورپسې تبدیلاً د کابل ولایت د استېناف عمومي رئیس شو.
مولوي لودین په ۱۳۸۴ کال کې په ولسي جرګه کې د خلکو استازی وټاکل شو او په ۱۳۸۹ کال کې د سولې د عالي شورا مرستیال شو. له ۱۳۹۲ څخه تر ۱۳۹۴ کال پورې یې د ننګرهار د والي په توګه دنده اجرا کړه.
ده د ننګرهار له ولایت څخه تر استعفا وروسته چې هم‌مهاله د سولې د عالي شورا مرستیال هم و، د فقهې او قانون په برخه کې ماسټري بشپړه کړه. د ماسټرۍ د تیزس موضوع یې «د فقهې او قانون له نظره مزایده او مناقصه بیع» ده. ښاغلی لودین دا مهال د مشرانو جرګې غړی او د علماوو د سرتاسري شورا رئیس دی. 
همدارنګه دی د بېړنۍ لویې جرګې، مشورتي لویو جرګو، د سیمه‌ييز امن جرګې او ځینو نورو جرګو غړی هم پاتې شوی.