د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي د غړي محمد امین احمدي ژوندلیک

نوم او تخلص: دوکتور محمد امین احمدي
ولایت: اروزګان
د زیږېدو نېټه: ۱۳۴۲ ه. ش./ ۱۹۶۴م.
ژبې: فارسي (مورنۍ ژبه) پښتو (متوسطه) عربي او انګلیسي په تخصصي او اکاډمیک ډول
د زدهکړو رشته او کچه:
• د فلسفې او اسلامي حکمت دوکتورا
• په فقه، د فقهې په اصولو، د قرآنکریم په تفسیر، حکمت او اسلامي عرفان کې یې پنځلس کاله زدهکړې کړې.
اصلي دنده:
• د ابنسینا پوهنتون رئیس او استاد (۱۳۸۹ - )
تر څنګ دندې:
• د افغانستان اسلامي جمهوریت د لوړو زدهکړو وزارت د عالي شورا غړی (۱۳۹۷ - )
• د افغانستان اسلامي جمهوریت د لوړو زدهکړو وزارت د تقنیني او حقوقي اسنادو د بورډ غړی (۱۳۹۸ - )
• د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې د مذاکرهکوونکي پلاوي غړی (۱۳۹۹ - )
مخینه:
• د اسلامي علومو او فرهنګ اکاډمۍ څېړونکی او د علمي کادر غړی (له ۱۳۷۷ تر ۱۳۸۴)
• د افغانستان د لیکوالو د فرهنګي مرکز د علمي بورډ رئیس (له ۱۳۷۲ تر ۱۳۸۲)
• د نګاه معاصر مجلې مسؤول مدیر (له ۱۳۸۲ تر ۱۳۸۴)
• د اساسي قانون د تدقیق د کمیسیون غړی (۱۳۸۲)
• د کاتب پوهنتون رئیس او استاد (له ۱۳۸۶ تر ۱۳۸۸)
• د اساسي قانون پر تطبیق د څار د خپلواک کمیسیون غړی (له ۱۳۸۹ تر ۱۳۹۳)
• د لوړو زدهکړو وزارت د اکاډمیکو چارو د انسجام ریاست د علمي بورډ غړی (له ۱۳۹۴ تر ۱۳۹۷)
• د اندیشه معاصر علمي – څېړنیزې مجلې مسؤول مدیر
علمي او اکاډمیک فعالیت:
• علمي آثار؛ په فلسفه، اسلام، سوله، بشري حقونو حقونو او سیاست کتابونه او مقالې؛
• چاپ شوي علمي آثار:
۱. انتظار بشر از دین
۲. قلمروهای هستی از نگاه فیلسوفان تحلیلی
۳. تناقضنما یا غیب نمون؛ نگاهی نو به معجزه
۴. د «حقوق بشر در روابط بینالملل» کتاب ژباړه، لیکوال ډېوېډ فورسیټ
• د علمي او تخصصيکتابونو او مقالو ژباړه؛
• په بهرنیو پوهنتونونو کې تدریس (ایران پوهنتون، جامعه المصطفی العالمیه او...)
• په ابنسینا پوهنتون کې «په افغانستان کې پېچلې سولهجوړونه» بحث جوړول او «په افغانستان کې د سولې څلور ضلعي تیوري» مطرح کول چې دغه تیوري له اوسني وضعیت سره مطابقت لري او په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټينګښت لپاره اغېزناکه ده؛
• په هېواد دننه او له هېواده بهر په علمي، فرهنګي او ټولنیزو غونډو او کنفرانسونو کې وینا.