د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي د رئیس محمد معصوم ستانکزي ژوندلیک

a.zia
Stanekzai

محمد معصوم ستانکزی د محمود خان ستانکزي زوی دی چې په ۱۳۳۷ کال کې د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په مغل‌خېلو کلي کې زیږېدلی. ده خپلې لومړنۍ زده‌کړې د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په ده نو منځني ښوونځي کې بشپړې کړې، ورپسې د کابل د مخابراتو په روزنیز انستېتیوت کې شامل شو او په مایکرو وېف (Microwave) برخه کې یې خپل تحصیلات تر څوارلسم ټولګي پورې بشپړ کړل. ښاغلي ستانکزي د عسکرۍ د مکلفیت تر دورې وروسته خپلې پوځي زده‌کړې د مخابراتو په برخه کې په حربي پوهنتون کې بشپړې کړې او ورپسې یې د افسرانو په عالي کورس کې د قرارګاه او قومندانیت درسونه ولوستل. 
بیا یې په ۱۳۷۹ کال کې د پاکستان د پېښور ښار په پريستون پوهنتون کې د مدیریت او ادارې په برخه کې ماسټري وکړه او په ۱۳۸۵ کال کې یې د انګلستان هېواد په کمبرېج پوهنتون کې «د پایدارې ودې لپاره انجنیري» په برخه کې دویمه ماسټري بشپړه کړه.
ښاغلي ستانکزي په ۱۳۸۷ کال کې د امریکا د سولې په انستېتیوت (USIP) کې د سرمحقق په توګه شپږ میاشتې د سولې او امنیت په برخه کې کار وکړ او علمي څېړنې یې وکړې. د امنیت، ودې او سولې په برخو کې یې ګڼ‌شمېر لیکنې په ملي او نړۍواله کچه خپرې شوې دي.
محمد معصوم ستانکزي سیاست ته تر راتلو وړاندې د دولتي او نادولتي ادارو په پوځي او ملکي عالي پوستونو کې کار کړی. د تشکیلاتو په ریاست او همدارنګه د دفاع وزارت د اوپراسیون په ریاست کې یې پر دندو سربېره د غونډ د قومندان او د فرقې د مرستیال په توګه هم دنده اجرا کړې ده.
ښاغلی ستانکزی د کډوالۍ په دوران کې په پاکستان او ایران هېوادونو کې د بشري مرستو او پراختیايي خدمتونو په پرورګرامونو کې پر کار بوخت و او د اپریا (AREA) مؤسسې د اجرائیوي ریاست په ګډون یې د مدیریت او رهبرۍ پر ګڼو پوستونو کار کړی.
دی د افغانستان د اسلامي جمهوریت د موقتې ادارې تر جوړېدو وروسته د بشري حقونو د کمېشنر او بیا د مخابراتو د وزیر په توګه بیړنۍ لویې جرګې ته ور وپېژندل شو او وټاکل شو. د یادونې ده چې ښاغلي ستانکزي په دې موده کې په افغانستان کې د معاصرې ټکنالوژۍ بنسټ کېښود او د نړۍوالې ټولنې پام وړ مرستې یې را جلب کړې.
ښاغلی ستانکزي دا مهال د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې د مذاکره‌کونکي پلاوي رئیس او د کورني امنیت په چارو کې د جمهور رئیس مشاور وزیر دی. ده تر دې وړاندې (له ۱۳۹۵ څخه تر ۱۳۹۸ کال پورې) د افغانستان د ملي امنیت د عمومي رئیس، (له ۱۳۹۴ څخه تر ۱۳۹۵ کال پورې) د افغانستان د ملي دفاع د وزیر، (له ۱۳۸۸ څخه تر ۱۳۹۳ کال پورې) د افغانستان د سولې عالي شورا د دارلانشا د رئیس، (له ۱۳۸۴ څخه تر ۱۳۸۹ کال پورې) د بې‌وسلې کولو او ملکي‌کولو کمیسیون د مرستیال او (له ۱۳۸۱ څخه تر ۱۳۸۳ کال پورې) د مخابراتو د وزیر په توګه دندې اجرا کړې دي.
ښاغلي ستانکزي د بن د لومړي او دویم کنفرانس په ګډون په سترو ملي او نړۍوالو کنفرانسونو لکه لندن، توکیو، شیکاګو، آسیا زړه، استانبول پروسې او نورو کې ګډون کړی او فعاله ونډه یې اخیستې ده. دی د هېواد او سیمې په اړه ژوره پوهه لري او د دې تر څنګ یې د پراختیا، ښې حکومت‌ولۍ، سولې، پخلاینې او امنیت په برخو کې د هېواد لپاره ډېرې هڅې کړې دي چې اغېزناکې او مهمې لاسته‌راوړنې یې هم لرلې دي.