د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي د غړي احمد نادر نادري ژوندلیک

a.zia
SMP

احمد نادر نادري د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون رئیس دی او همدا راز د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي د یو تن مهم غړي په توګه دنده ترسره کوي. تر دې وړاندې چې له کمیسیون سره یو ځای شي، د عامه او ستراتیژیکو اړیکو په چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار و. نوموړي د بیان آزادۍ د ملاتړ په برخه کې د جمهوري ریاست د استازي په توګه هم کار کړی دی.

ښاغلي نادري تر دې وړاندې د افغانستان د څېړنې او ارزونې واحد د رئیس په توګه کار کړی. د افغانستان د څېړنې او ارزونې واحد یو معتبر نړیوال څېړنیز بنسټ دی. همدارنګه ده د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو نادولتي بنسټ هم جوړ کړی او د دغه بنسټ د رئیس په توګه یې هم کار کړی. ښاغلي نادري اووه کاله د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د کمېشنر په توګه کار کړی. همدارنګه دی د افغانستان د پرانیستې ټولنې بنسټ د مشره پلاوي رئیس هم پاتې شوی. په ۲۰۰۱ کال کې یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سولې په خبرو کې د افغانستان د ځوانانو د استازي په توګه په بن کنفرانس کې ګډون وکړ، هغه کنفرانس چې په پایله کې یې تر طالبانو وروسته موقت حکومت جوړ شو.

ښاغلی نادري په بشري حقونو کمیسیون کې تر ګومارل کېدو وړاندې د بشري حقونو د نړیوالو حقوقو ډلې د دفتر د رئیس په توګه پر کار بوخت و. دی د ۲۰۰۲ کال د هغې بېړنۍ لویې جرګې ویاند هم و چې د انتقالي دولت رئیس یې وټاکه. په دې موده کې ښاغلی نادري په بېړنۍ لویه جرګه کې د استازي په توګه وټاکل شو او د مدني ټولنې استازیتوب یې وکړ. ښاغلي نادري د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمع او د فرهنګ او مدني ټولنې د بنسټ له رامنځته کوونکو څخه هم دی.

نوموړي د سیاست، بشري حقونو، د ښځو د حقونو او په افغانستان کې د ولسواکۍ په برخو کې ډېرې مقالې لیکلې دي. همدارنګه ښاغلي نادري په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې د بنسټیزو حقوقو مضمون هم تدریساوه. د مشرانو په توګه یې (والدین) چې ولسي ریښه لري دی همدا راز د ټولنیزو اختلافونو د حل ښه تجربه هم لري. ده د اقتصاد د نړۍوالې مجمع د ماتوونکو هېوادونو په اړه د نړۍوالو پروګرامونو شورا د غړي په توګه هم کار کړی. په لېبیا کې له ۲۰۱۲ انقلاب وروسته ښاغلی نادري د "له عدالت پرته له سولې ملاتړ نه‌شي برابرېدلی"تر سرلیک لاندې د یوه مأموریت د مشر په توګه په دغه هېواد کې دوه کاله خدمت وکړ. همدارنګه دی د نړیوال عدالت مجلې د مدیره پلاوي غړی هم دی او په بي‌بي‌سي، نیویارک‌ټایمز، واشنګټن‌پوسټ او نورو داخلي او بهرنیو رسنیو کې راڅرګندېږي. ښاغلی نادري په ۲۰۰۵ کال کې د ټایمز مجلې له لوري «آسیايي اتل» او په ۲۰۰۸ کال کې د اقتصاد د نړۍوالې مجمع له لوري «د نړۍ ځوان رهبر» وپېژندل شو. د هېواد په ختیځ او سوېل‌لوېدیځ کې د ښاغلي نادري کورنۍ (مور او پلار) لوی ولسي رول لري چې له دې امله دی پراخې ولسي اړیکې لري او د شخړو د حل ځايي مهارتونه یې هم له نږدې تجربه کړي او ورسره آشنا دی.

ښاغلی نادري د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي فارغ دی. له جورج واشنګټن پوهنتون څخه د نړۍوالو اړیکو په برخه کې د ماسټرۍ سند لري او د هاروارډ پوهنتون د کنیډي حکومت‌ولۍ په پوهنځي کې یې رهبریت لوستی.