عالمان د سولې د بهیر د ملاتړ په برخه کې فعالیت کوي
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار مولوي عبدالرحمن هوتک د دیني بنسټونو له یو شمېر مسؤولانو سره په مشورتي ناسته کې له هغوی وغوښتل چې د سولې له بهیر څخه د ملاتړ به برخه کې فعالانه کار وکړي.
ښاغلي هوتک زیاته کړه چې اړتیا ده د سولې بهیر په جریان کې د علماوو د نظرونو او وړاندیزونو ترلاسه کولو لپاره دوامدار مشورتي مېکانېزمونه جوړ شي.
د ناستې ګډونوالو عالمانو د سولې له بهیر څخه د ملاتړ په څرګندولو سره د خپلو اړوندو بنسټونو په استازیتوب ژمنه وکړه چې د سولې له بهیر څخه د ملاتړ جلبولو او سولې غوښتنې په ترویج کې به فعالیت کوي.
هغوی همدا راز وویل چې د سولې بهیر په اړه د علماوو د نظرونو او وړاندیزونو د انسجام او توحید په برخه کې به همکاري کوي.
