د افغانستان د سولې لپاره د امريکا بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي سره د مذاکره کوونکي پلاوي رئیس او غړو کتنه

a.zia

د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او يو شمیر غړو, نن سهار د افغانستان سولې لپاره د امريکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ورسره پلاوي سره په دوحه کې وکتل. 
په دغه کتنه کې د سولې په پروسې او د هغې په مختلفو اړخونو او همدارنګه د افغانستان په سولې کې د سیمې هیوادونو په رول خبرې وشوې. 
همدارنګه د مذاکراتو  پروسې په ګړنديتوب او په اجنډا کې په مهمو مسايلو بحث او خبرې وشوې.