د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي آسيا څانګې له عمومي رئيس سره د مذاکره کوونکي پلاوي رئیس او غړو کتنه

a.zia

د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او يو شمیر غړو د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي آسيا څانګې له عمومي رئيس هاکان تکين  سره په دوحه کې وکتل.
په دغه کتنه کې د افغانستان د سولې مذاکراتو پر بهیر بحث او خبرې وشوې.
د افغانستان د سولې په پروسه کې د ترکیې د هڅو په ستاینې  سره، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي رئيس وویل، چې ترکیه د افغانستان له خلکو سره تاریخي اړیکې لري او موږ د سولې په پروسه کې ددې هېواد د رغنده رول هرکلی کوو.
ښاغلي تکین وویل، چې موږ سولې ته رسېدو لپاره د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ يو او د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې پروسې ملاتړ کوو.