د قطر د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي سره د مذاکره کوونکي پلاوي رئیس او غړو کتنه

a.zia

د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او يو شمیر غړو د قطر د بهرنيو چارو وزارت د تروريزم سره د مبارزې, د شخړو د حل لپاره منځګړتوب په برخه کې ځانګړي استازي او د افغانستان د سولې لپاره د ځانګړي استازي ډاکټر مطلق القحطاني سره په دوحه کې ددې وزارت په مقر کې وکتل.
په دغه کتنه کې، په دوحه کې د مذاکراتو پروسې ترڅنګ د مذاکراتو دریم پړاو پرمختګ باندې ټینګار وشو.
د افغانستان  اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي په مذاکراتو کې ګوښه کېدو او وخت ضایع کیدو څخه مخنیوي باندې په ټینګار سره وویل, چې د افغانستان اسلامي جمهوریت هراړخیزو مذاکراتو دوام او په مهمو مسايلو د بحث لپاره بشپړ چمتووالی لري.