د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره د مذاکره کوونکي پلاوي رئیس او غړو کتنه

a.zia

د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او يو شمیر غړو د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نيکلاسن سره په دوحه کې وکتل.

په دغه کتنه کې د سولې پروسې ، د وخت ضایع کیدو مخنیوي او د دوحې د سولې مذاکراتو ګړنديتوب او همدا راز په مذاکراتو کې د مهمو مسايلو په اړه بحث او خبرې وشوې.
توماس نیکلاسن يو ځل بيا د افغانستان د سولې له پروسې څخه د اروپایي ټولنی بشپړ ملاتړ اعلان کړ او د سولې پروسې د پرمختګ لپاره د افغان حکومت د سولې هڅو او چمتووالي څخه یې هرکلی وکړ.
 د مذاکراتي پلاوي مشر دا هم وویل چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مقابل لوري سره د مهمو مسايلو په اړه د رغنده ، هراړخیزو او مانا لرونکو خبرو د ژر تر ژره پيل لپاره پشپړ چمتووالي لري.