د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي سره د مذاکره کوونکي پلاوي رئیس او غړو کتنه

a.zia

۱۷ غبرګولی ۱۴۰۰
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او يو شمیر غړو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي دیبورا لاینز سره وکتل.
 په دغه کتنه کې د سولې روانو مذاکراتو په ګړندیتوب او د پام وړ پرمختګونو د ترلاسه کولو په اړه خبرې وشوې.
د مذاکراتي پلاوي رئيس, د افغانستان د سولې په پروسه کې د ملګرو ملتونو د رول د ستاينې ترڅنګ وویل, چې دا خبرې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري. 
اغلې ديبورا لاینز بیا د افغانستان د سولې له پروسې څخه د ملګرو ملتونو د دومداره ملاتړ ډاډ ورکړ.