د ملګرو ملتونو عمومي منشي مرستیال سره د مذاکره کوونکی پلاوي غړو کتنه!

a.zia

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکراتي  پلاوي يو شمیر غړو د امنیت او مصئونیت په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستیال، ژیل میشو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، دیبورا لاینز سره په دوحه کې وکتل.
په دغه کتنه کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي مرستيال د افغانستان د سولې له پروسې څخه د ملګرو ملتونو پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ.
د افغانستان اسلامي جمهوريت د مذاکراتي پلاوي غړو هم د ملګرو ملتونو له سازمان څخه د سولې مذاکراتو په پروسې کې د هغوی د رول له امله مننه وکړه.
د پلاوي غړو همدارنګه هیله څرګنده کړه، چې د خبرو په دې پړاو کې به پر مهمو او اساسي مسایلو خبرې وشي او هغه پرمختګ چې د افغانستان د خلکو د رضا سبب ګرځي؛ ترلاسه شي.