د سولې مذاکره کوونکي پلاوي رئيس د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره وکتل

a.zia

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې مذاکره کوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسن سره وکتل.
په دغه کتنه کې د هېواد په سياسي حالاتو، د تاوتريخوالي پر زياتيدو، په سولې او اوربند بحث او خبرې وشوې.
د سولې مذاکره کوونکي پلاوي رئيس وويل، په افغانستان کې روانه جګړه هېڅ مشروعيت نه لري. هغه وويل له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره، د سولې او امنيت رامنځته کول؛ د افغانستان د حکومت او خلکو د لومړيتوبونو څخه دي.
ښاغلي ستانکزي همدرانګه وويل، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مذاکراتو لپاره بشپړ چمتوالی لری او له مقابل لوري هم غواړو، چې په دې برخه د افغانستان خلکو ته خپله جدی اراده څرګنده کړي.
هغه وویل، په افغانستان کې د جګړې او تاوتريخوالی دوام به د سيمې او نړۍ هېوادنو لپاره هم منفي پايلې ولري او د ملي او نړيوالې اجماع پياړي کول يې د مذاکراتو پروسې د بريا لپار مهم شرط ياد کړ.
د مذاکره کوونکي پلاوي رئيس زياته کړه،  چې د مذاکره کوونکي پلاوي یو شمیر غړي دا مهال د خبرو پرمخ بیولو لپاره قطر کې دي او ددې پلاوي نور غړي به هم په نږدې راتلونکي کې قطر هيواد ته ولاړ شي.
ښاغلي نیکلاسن وویل، چې اروپايي ټولنه د سولې په پروسه کې د ټولنې د بیلابیلو برخو په ځانګړي ډول د ښځو او ځوانانو د رول ملاتړ کوي.
هغه په افغانستان کې روانو جګړو او تاوتریخوالي زیاتیدو ته په اشارې سره، په دواړو خواوو د مذاکراتو په ګړنديتوب ټینګار وکړ.
د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي څرګنده کړه، چې اروپايي ټولنه د افغانستان د سولې پروسې څخه ملاتړ کوي او دوي د سولې خبرو پرمختګ څرنګوالی له نږدې څاري، هغه زیاته کړه، چې په خبرو کې د پام وړ پایلو ترلاسه کول به له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د همکاریو په پیاوړتیا او دوام مثبت اغیز ولري.