د ترکیې نوي سفیر سره د سولې مذاکره‌کوونکي پلاوي رئيس کتنه

a.zia

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي په کابل کې د ترکیې نوي سفیر جيهاد ایرګین آی سره وکتل.
په دغه کتنه کې سولې مذارکراتو په پرمختګ بحث او خبرې وشوې.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس د ترکیې له دوامداره همکارۍ مننه وکړه او د افغانستان د سولې په پروسه کې یې د دې هېواد د کړنو پر اهمیت هم خبرې وکړې.
ښاغلي جيهاد ارګين آی افغانستان د سولې پروسې څخه د ترکیې د ملاتړ په ټینګار سره وویل، چې هیواد یې له افغانستان سره همکاریو ته ژمن دی او چمتو دی، چې د سولې خبرو په پرمختګ کې فعاله رول ولوبوي، ترڅو دا مذاکرات د افغانانو لپاره د قناعت وړ پایلې ولري.