د ترویکا پلس هیوادونو له استازو سره د مذاکره‌کوونکي هيئت ناسته

a.zia

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي هیئت نن ماښام د متحده ایالاتو، روسیې، چین او پاکستان له استازو په دوحه کې ناسته درلودله.
په دې ناسته کې د افغانستان د سولې پروسې او په دې پروسې کې د سیمې د هیوادونو د رول په هکله خبرې وشوې.
د ترویکا پلس غړو هیوادونو استازو د افغانستان د سولې له پر بهیر څخه خپل ملاتړ یو ځل بیا اعلان کړ او د افغانانو ترمنځ د سولې پروسې د ګړندي کولو غوښتنه وکړه.