د کوچیو ځوانانو شورا د افغانستان حکومت په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ وکړ
د کوچیو ځوانانو د شورا غړو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو د انسجام له رئیسې لیلا جعفري سره په لیدنه کې د افغانستان حکومت په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ اعلان کړ.
د دې شورا رئیس نثاراحمد سلطانزوی وویل چې کوچیان هم د هېواد د نورو وګړو په څېر سوله غواړي او د دغه بهیر ملاتړ کوي. ده وویل لکه څرنګه چې کوچیان د جګړې اصلي قربانیان وو، د سولې په بهیر کې هم مهم رول لرلای شي.
ده د افغان حکومت په مشرۍ د سولې بهیر د ملاتړ په اعلانولو سره وویل چې کوچيان ځوانان په ټول هېواد کې د سولې لپاره کار کولو ته حاضر دي.
د دې شورا غړي جمیلالرحمن اسیر د سولې په بهیر کې د کوچیانو پر رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې په مشخص ډول د کوچیانو نوم یاد شوی او موږ هم غواړو چې کوچیانو ته د سولې په بهیر کې بنسټیز رول ورکړل شي.
د دې شورا یوه بل غړي خیرالله وویل چې ټاکل شوې د کوچیو ځوانانو شورا د هېواد په ټولو ولایتونو کې د سولې په نامه د کرېکټ سیالۍ جوړې کړي.
همدارنګه د دې شورا غړي عزیزالله د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنستونو د انسجام له رئیسې سره د دې شورا وړاندیزونه شریک کړل.
کوچیانو ته د سولې په برخه کې د پوهاوي زمینه برابرول او د سولې په بهیر کې دوی ته ونډه ورکول په دغو وړاندیزونو کې وو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو د انسجام رئیسې لیلا جعفري د کوچیو ځوانانو د شورا له ملاتړه مننه وکړه او ویې ویل چې ټولنیزه سوله رامنځته کېدل د مدني ټولنې او حکومت له همکارۍ پرته ناشونی کار دی.
دې وویل چې دا شورا د کوچیانو او حکومت تر منځ د ارتباطي پله په توګه کار کولی شي. همدارنګه آغلې جعفري وویل چې د مدني ټولنو د انسجام ریاست له مدني ټولنو سره په همکارۍ د مدني ټولنې د بنسټونو د انسجام لپاره د سولې په برخه کې د دغو بنسټونو د ګډې همکارۍ د زمینې برابرولو لپاره کار کوي.
