یو شمېر ښځې او ځوانان د سولې لپاره رضاکارې ډلې جوړوي
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند له یو شمېر ښځو او ځوانانو سره وکتل او د سولې د رضاکارو ډلو جوړولو لپاره یې د هغوی د چمتووالي هرکلی وکړ.
د نسل خِرد ادارې مسوول چمنعلي ساعد ـ چې د دغه ټولي په استازيتوب یې خبرې کولې ـ وویل چې د دوی ادارې د سولې لپاره ګامونه اوچت کړي؛ خو غواړي چې تر دې وروسته دغه ګامونه په منسجم ډول شي.
ده ټینګار وکړ چې د دوی د کار اغېزه به هغه مهال لا ډېره شي چې د سولې لار نقشه او چوکاټ وړاندې شي او دوی د دغې نقشې له مخې کار وکړي.
همدارنګه سویتا احمدزۍ وویل، چمتو یم چې د ټولو شته امکاناتو په کارولو سره د سولې لپاره کار وکړم.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار له دغو ښځو او ځوانانو څخه په مننې سره وویل چې د سولې د راتلو او د دغه بهیر د اسانتیا لپاره اړتیا ده چې خپله خلک په داوطلبانه ډول کار وکړي.
ده وویل هغه رضاکارې ډلې چې د دغه بهیر لپاره فعالیت کوي، د خلکو تر منځ د سولې په راوستو کې به هم مهم رول ولري.
ده له ځوانانو او ښځو وغوښتل چې له رواني جګړې سره د مبارزې لپاره لا ډېر کار وکړي؛ ځکه رواني جګړه په ډګر کې تر مخامخ جګړې ډېره خطرناکه ده.
ده ټینګار وکړ چې د سولې رضاکارې ډلې په بېلابېلو طریقو د خلکو تر منځ ذهنیت جوړولای شي تر څو خلک په خپله په دغه بهیر کې ګډ شي او سولې ته کار وکړي.
