یو شمېر مشرانو او مخورو د سولې د اووه ماده‌ییزې طرحې ملاتړ وکړ

a.zia
شنبه ۱۳۹۸/۸/۱۱ - ۱۰:۵۹
SMP

د کابل، لغمان، جوزجان، مزار شریف، پکتیا او او خوست یو شمېر مشرانو، مخورو، علماوو او ځوانانو د سولې په چارو کې د دولت وزارت له ستر سلاکار میرویس څرګند سره په یوه ناسته کې د سولې د اووه ماده‌ییزې طرحې ملاتړ وکړ.

د لغمان ولایت یوه قومي مشر محمد اکبر په اسلام کې د سولې پر اهمیت او مقام خبرې وکړې. ده وویل چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ژوند، قرآني لارښوونو او احادیثو ته په کتو سره وینو چې اسلام تل د سولې او پخلاینې طرفدار دی. ده همدارنګه د سولې په پروسه کې د خلکو پر رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغانان د سولې په پروسه کې ارزښتناک رول لوبولای شي.

د احمدزيو قوم استازي حاجي شاه‌پسند احمدزي هم د سولې په پروسه کې همکارۍ ته د چمتووالي په ښودلو سره وویل چې خلک د سولې د راوستو لپاره هر ډول سرښندنې ته چمتو دي. ده د سولې په چارو کې د دولت له وزارته وغوښتل چې په دې ملي پروسه کې د خلکو بسیجولو ته کار وکړي او د هېواد په هر ګوټ کې د جګړې د ختمېدو لپاره عملي هڅې وشي. همدارنګه ښاغلي احمدزي له وسله‌والو مخالفانو وغوښتل چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي تر څو پایلې ته ورسېږي.

د کوچیانو قومي مشر حاجي اول‌ګل کوچي هم د سولې د اووه ماده‌ييزې طرحې ملاتړ وکړ او پر اوربند یې ټینګار وکړ.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار میرویس څرګند د بېلابېلو قومونو له استازو او مشرانو څخه مننه وکړه او په دغه بهیر کې یې د دوی رول اغېزناک او مهم وباله. ده د سولې د اووه ماده‌ييزې طرحې په اړه د خبرو تر څنګ وویل چې د اوربند اعلان د سولې د اووه ماده‌ييزې طرحې یو مورد دی او حکومت هڅه کوي چې له ګاونډیانو سره په تفاهم درې میاشتنی اوربند وشي.

ده له مشرانو او مخورو وغوښتل چې د سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او ټولو خلکو ته د سولې پیغام ورسوي. ده همدارنګه وویل چې مخالفانو ته هم باید دا پیغام ورسول شي چې هغوی هم راشي او په دغه بهیر کې برخه واخلي.

همدارنګه ده یادونه وکړه چې سوله د خلکو پروسه ده او که خلک پکې ونډه او ګډون ولري، ښې پایلې به ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه