یو شمېر قومي مشرانو، علماوو او مخورو د سولې د پروسې ملاتړ اعلان کړ
د لوګر ولایت د هوتکو د سراسري شورا یو شمېر غړو؛ قومي مشرانو، علماوو، ځوانانو او مخورو د سولې په چارو کې د دولت وزارت له ستر سلاکار میرویس څرګند سره په لیدنه کې د حکومت د سولې د پروسې ملاتړ وکړ او په دغه پروسه کې یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
دغو قومي مشرانو په هېواد کې د سولې او امنیت د نهشتون له امله رامنځته شوو ستونزو او ننګونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې سوله د اوسنۍ ټولنې یوه کلکه اړتیا ده او لکه څرنګه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دغې پروسې د مخ ته وړلو لپاره جوړ شوی، اړتیا ده چې دغه هڅې په پرلهپسې ډول دوام وکړي.
دغو قومي مشرانو د سولې په چارو کې د دولت له وزارته وغوښتل چې ډېر خلک د سولې په پروسه کې برخه واخلي او پوه شي چې پر دغه پروسه کار روان دی.
همدا راز یو شمېر دغو قومي مشرانو وویل چې سوله یوازې وسله پر ځمکه اېښودل نه دي؛ بلکې بېلابېل اړخونه لري او باید هغوی ته هم پام وشي.
همدارنګه دغو قومي مشرانو ټینګار وکړ چې د سولې په پروسه کې باید د ټولنې د بېلابېلو پاړکو مخور او باتجربه کسان ښکېل وي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار میرویس څرګند له دغو قومي مشرانو څخه په مننې سره د سولې په پروسه کې د دوی رول اغېزناک وباله او ویې ویل: تاسو د سولې د پروسې بنسټيزې پایې یاست او تاسو سوله راوستلای شئ. ده پر یو بل منلو او د هېواد د ټولو قومونو پر یووالي ټینګار وکړ او یووالی یې د سولې پروسې د عملي کېدو لپاره مهم وباله.
