یو شمېر علماوو د سولې په برخه کې همکارۍ ته چمتووالی وښود

a.zia
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۸ - ۱۲:۳۹
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ولیدل.

ښاغلي څرګند په دې لیدنه کې د سولې لپاره د شوراګانو په جوړولو او د خلکو د پروګرامونو په انسجام او همغږۍ کې د علماوو او قومي مشرانو پر اغېزناک رول ټینګار وکړ او ویې ویل، علما او قومي مشران دي چې د سولې د پروسې لپاره جدي کار کوي او د سولې بهیر لپاره لارښوونکي دي. ده هیله وښوده چې دغه بهیر دوام وکړي او نور علما او مشران هم د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

د لوګر د سراسري شورا رئیس سناتور شاغاسي د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره همکارۍ ته د چمتووالي په ښودلو سره وویل، د خلکو لپاره د خوښۍ ځای دی چې اوس دولت د سولې د ټینګښت لپاره اراده لري او د خلکو په همکارۍ سره به په دې بهیر کې عملي ګامونه هم واخیستل شي. همدارنګه ده ژمنه وکړه چې د خلکو د ملاتړ جلبولو لپاره به د قومي اړیکو په ټینګښت کې مرسته وکړي.

الحاج عبدالباري منګل له دولت سره د ملت د ګډ کار پر اهمیت په ټینګار سره د سولې په چارو کې د دولت له وزارته وغوښتل چې د سولې په بهیر کې باید داسې کسان ښکېل شي چې په رښتيني ډول د سولې لپاره کار وکړي.
د سولې د جبهې ادارې یوه غړي حبیب‌الرحمن شېرزي هم وویل چې دوی د سولې په برخه کې فعال دي او له دغه بهیر سره به همکاري کوي.

لکه څرنګه چې دا اداره د سولې لپاره رامنځته شوې ده، ده هیله وښوده چې عملي کارونه هم په جدي ډول په پام کې ونیول شي.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه