یو شمېر سیاسي ګوندونو، قومي شوراګانو او د مدني ټولنې بنسټونو د حکومت د سولې د هڅو ملاتړ اعلان کړ

a.zia
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۲ - ۱۱:۲۸
SMP

یو شمېر ګوندونو، د مدني ټولنې بنسټونو او قومي شوراګانو د سولې په چارو کې د دولت وزارت له ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند سره په لیدنه کې د سولې لپاره د حکومت د هڅو او اووه ماده‌ييزې طرحې ملاتړ اعلان کړ.

د ښاښون ټولنیزې شورا رئیس ارشاد پیوستون د سولې بهیر د ښه کېدو په تړاو وړاندیزونه وکړل، د ملي اجماع جوړېدل یې یوه مهمه اړتیا وبلله او د سولې په چارو کې یې د دولت له وزارته وغوښتل چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې هم د سولې د بهیر عملي او جدي پروګرامونه جوړ کړي. همدارنګه ده وویل چې باید د سولې ملي پروګرام جوړ شي او خلک یې په پلي کولو کې پراخه ونډه واخلي.

د افغانستان د ښځو شبکې رئیسې سویتا احمدزۍ د دایمي سولې پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې ښځې تل په جګړو او شخړو کې د ټولنې زیان‌منونکی پاړکی دی؛ له دې امله تر ټولو ډېر غواړي چې جګړه ختمه شي او دایمي سوله راشي. همدارنګه دې وویل چې ښځې باید د سولې په خبرو کې له پامه ونه‌غورځول شي.

له بل پلوه د افغانستان د پشه‌يي قوم د سراسري شورا غړي الحاج مولوي سروري د هېواد د ټولو قومونو تر منځ د یو بل منلو اهمیت ته په اشارې سره وویل چې افغانان باید تېر وختونه له راتلونکي سره ګډ نه‌کړي او د وضعیت د ښه کېدو لپاره د یو بل منلو له غوره بېلګو څخه زده‌کړه وکړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار میرویس څرګند د ګوندونو، قومي شوراګانو او  مدني ټولنې د بنسټونو له استازو څخه په مننې سره د سولې په بهیر کې د ګوندونو او خلکو د شوراګانو رول اغېزناک وباله. ده د سولې د اووه ماده‌ييزې طرحې په اړه د خبرو تر څنګ وویل چې سوله یوه پېچلې او وخت‌نیوونکې پروسه ده او اړتیا ده چې خلک او ګوندونه پراخ ګډون پکې ولري. همدارنګه ده وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستراتېژي د خلکو پر مشورو ولاړه ده.

دغو مشرانو او مخورو په داسې حال کې د سولې د بهیر ملاتړ وکړ چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت تل د سولې په بهیر کې د خلکو، مشرانو، مخورو او د ټولنې د بېلابېلو پاړکو پر رول ټینګار کړی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه