ښځې د ملي پخلاینې په راوستلو کې بنسټیز رول لري

a.zia
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳۱ - ۱۴:۸
smp

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي ټیم غړو حبیبې سرابي او شریفې زرمتۍ وردګ د «ښځو مرکزي ډلې» له غړو سره وکتل.

د ناستې په پیل کې د مذاکره‌کوونکي ټيم غړې حبیبې سرابي د سولې بهیر د پرمختګونو اود مذاکره‌کوونکي ټیم د کړو فعالیتونو په اړه د ناستې ګډونوالو ته معلومات ورکړل او ویې ویل هڅه دا ده چې د ټولنې له ټولو پاړکو سره د سولې په اړه مشوره وشي.

دې د سولې په بهیر کې د ښځو پر رول په ټینګار سره وویل چې ښځې کولی شي د سولې د مذاکراتو په بهیر کې د خلکو د ترلاسه‌کېدونکې غوښتنې په توګه د مذاکره کوونکي ټیم همکارې وي.

د ښځو د مرکزي ډلې غړو د افغان دولت په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ څرګند کړ او زیاته یې کړه چې اړتیا ده له مذاکره‌کوونکي ټیم سره د بېلابېلو پاړکو په ځانګړې توګه ښځو ستراتیژیکه اړیکه موجوده وي.

هغوی همدا راز وویل چې د سولې په برخه کې به د روزنې او پوهاوي ورکولو په برخه کې له ښځو سره کار وکړي.

دغو ښځو د سولې په مذاکراتو کې د خپلو حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه او ویې ویل څوکلنې لاسته‌راوړنې نباید د سولې بهیر قرباني شي.

له بلې خوا د مذاکره‌کوونکي ټیم غړې شریفې زرمتۍ وردګ د ښځو د مرکزي ډلې د غړو له ملاتړه په مننې وویل چې مذاکره‌کوونکی ټیم هڅه کوي د افغانستان د خلکو د ارزښتونو ساتنه وکړي.

مېرمن زرمتۍ په ناسته کې له ګډونوالو ښځو وغوښتل چې منسجمې شي او په واحد غږ سره د خپلو حقونو د دفاع لپاره عدالت غوښتنه وکړي.

د ښځو مرکزي ډله د کابل، کندهار، هلمند، نیمروز، بغلان، پکتیا، دایکندي، کاپیسا، لوگر، پروان، تخار او بدخشان ولایتونو د ښځو له استازو جوړه شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه