ښځې د سولې‌رامنځته کولو او پیاوړي کولو په بهیر کې اغېزناک رول لري

a.zia
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۶ - ۱۱:۱۸
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو د انسجام رئیسې لیلا جعفري، د «ښځې او سوله» پروژې په پرانیسته کې وویل ښځې د سولې‌رامنځته کولو او پیاوړي کولو په بهیر کې اغېزناک رول لري.
مېرمن جعفري د سولې په بهیر کې د ښځو د ونډې اهمیت ته په اشارې سره وویل چې سوله یوازې د هوکړه‌لیک لاسلیک نه دی، بلکې د ښځو رول به د هوکړه‌لیک تر لاسلیک وروسته لا برجسته شي. نوموړې ټينګار وکړ چې ښځې کولی شي د هوکړه‌لیک تر لاسلیک وروسته هم د ټولنیزې سولې په رامنځته کولو کې کار وکړي.
نوموړې د ښځو او سولې پروژې په هرکلي سره وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت به د دا ډول پروژو په تسهیل کې همکاري وکړي.
له بلې خوا د افغان مېرمنو د ښوونیز مرکز (AWEC) رئیسې پلوشې حسن وویل چې د ښځو او سولې پروژه په پام کې لري چې د سولې خبرو اترو نه مخکې پړاو، جریان او وروسته پړاو کې د ښځو په معناداره رول کار وکړي. د افغان مېرمنو د ښوونیز مرکز رئیسې زیاته کړه، ټاکل شوې دغه پروژه په ۸ ولایتونو کې پلې شي او د کلیو او بانډو، ولسوالیو او ولایتنو په کچه د سولې په بهیر او د شخړو په حل کې فعالې مېرمنې په ګوته او د سولې په بهیر کې مسوولو بنسټونو ته یې ور وپېژني.
مېرمن پلوشې حسن ټینګار وکړ چې د سولې لپاره د دغو مېرمنو په ظرفیت به هم کار وشي او د سولې په بهیر کې به د فعالانه حضور او ونډې لپاره د فعالو مېرمنو شبکه هم جوړه شي. نوموړې زیاته کړه چې په ۸ ولایتونو کې د دغې پروژې په بریالي پلي کېدو سره به په ټولو ولایتونو کې پلې شي.
نوموړې د دغې پروژې په تسهیل او پلي کولو کې د سولې په چارو کې د دولت او ښځو چارو وزارتونو رول اغېزناک وباله.
همدا راز د کابل ولایت د ښځو چارو رئیسې فریدې مشعل وویل د دې لپاره چې د سولې په بهیر کې د پیاوړو او فعالو ښځو د پېژندلو اړتیا ده، د ښځو چارو وزارت به د دغې پروژې په پلي کولو کې له یاد مرکز سره همکاري وکړي.
نوموړې همداراز هیله‌مندي وښوده چې پروژه هغسې چې د واقعیت له مخې طرحه شوې، همداسې واقع‌بینانه پلې شي.
د ښځو او سولې پروژه د افغان مېرمنو لپاره د ښوونیز مرکز له خوا د ملګرو ملتونو په مرسته په ۸ ولایتونو کې د سولې په بهیر کې د پیاوړو او فعالو مېمرنو د پېژندلو لپاره د یو کال لپاره پلې کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه