ښځې به د سولې په ټینګښت کې ارزښتناک رول ولري

a.zia
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۴ - ۸:۸
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند له ښځو سره د تاوتریخوالي له منځه وړلو د ۱۶ ورځني کمپاین په مراسمو کې وویل، ښځې په ټولو برخو کې پام وړ او ارزښتناک فعالیتونه لري او د سولې د ټینګښت په برخه کې به هم ارزښتناک رول ولري.
ده د سولې په چارو کې د دولت وزارت پر کارکړنو خبرې وکړې او ویې ویل چې دغه وزارت د سولې د ټینګښت لپاره هڅې کړې او هغو میکانیزمونو ته په کتو سره چې دغه وزارت یې په پام کې لري، ښځې به هم په دغه بهیر کې بنسټیزه ونډه ولري.
د سولې او آزادۍ لپاره د ښځو د غورځنګ غړې جمیلې صافۍ د سولې په بهیر کې د ښځو پر رول خبرې وکړې او ویې ویل لکه څرنګه چې ښځې په نورو برخو کې فعالیت کوي، د سولې په بهیر کې هم باید بنسټیز رول ولري.
په دغه پروګرام کې د ۳۴ ملي ګوند رئیس عبدالله حقاني ټینګار وکړ چې هر افغان باید د خپل هېواد پر وړاندې د مسوولیت احساس وکړي او په کلکه د سولې لپاره هڅه وکړي.
د ۳۴ ملي ګوند ویاند عبدالباسط تندر هم وویل چې افغانانو د سولې لپاره ډېره قرباني ورکړې او د دې لپاره چې سولې ته ورسېږي، له وړو کتلو څخه پر لویه برخه بدل شوي او هر څومره چې دغه لویه برخه ډېرېږي، د سولې راتلو ته هیله ډېرېږي.
د دغه پروګرام په پای کې د هېواد یو شمېر امنیتي او دفاعي ځواکونه هم وستایل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه