ښځې باید د سولې په مذاکراتو کې خپل واحد غږ ولري

a.zia
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۳ - ۳:۵۶
SMP

د لومړۍ مېرمنې سلاکارې زهرې یوسف د سولې په پالیسي جوړونه کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ډلې له یو شمېر غړو سره په مشورتي ناسته کې وویل چې ښځې باید د سولې په مذاکراتو کې واحد غږ ولري ترڅو وکولی شي له خپلو حقونو دفاع وکړي. دې وویل چې له همدې امله باید د ښځو د لا ډېرې همغږۍ لپاره کار وشي. 
مېرمن یوسف د سولې په مذاکراتو کې د ښځو د ټولنیز رول ساتل مهم وبلل او ویې ویل چې په دې برخه کې باید ښځې په پروګرام شوې او ګام په ګام توګه مخکې ولاړې شي. 
د لومړۍ مېرمنې سلاکارې د ښځو د فکر خونې جوړول او په دې برخه کې د اکاډمیکو بحثونو رامنځته کول هغه مهمې کړنې وبللې چې باید ترسره شي. 
د سولې په چارو کې د دولت وزارت سترې سلاکارې پرستو یاري د سولې په پالیسۍ جوړونه کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ډلې په اړه وویل چې دغه ډله د ښځو د غږ يوځای کولو او د سولې په بهیر کې د دوی د اغېزناکېدو لپاره جوړه شوې ده.
همدارنګه مېرمن یاري زیاته کړه چې دا مهال دغه ډله د کابل په ګډون په یوولسو ولایتونو کې فعاله ده او په پام کې ده چې د دې ډلې فعالیتونه 34 ولایتونو ته پراخ شي او په هر ولایت کې غړی او استازی ولري.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو د انسجام رئیسې لیلا جعفري په دغه ناسته کې وویل چې ښځې د خپل ټولنیز او بسیجي ځواک پر مټ باید خپل اغېزناکتوب وښيي. 
د ناستې پر دوام د سولې په پالیسي جوړونه کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ډلې غړو خپل نظرونه او لیدلوري شریک کړل. 
هغوی سوله یو ملي بهیر وباله او په دغه بهیر کې یې د ټولنې د ټولو پاړکو په ځانګړې توګه ښځو پر ونډې ټینګار وکړ. 
د ټولنیزې سولې د تګلارې جوړول، د سولې په بهیر کې د ټولو ولایتونو په ځانګړې توګه کلیوالو ښځو ونډه، د ښځو د حقونو په دفاع کې د علماوو رول او د سولې په بهیر کې د لوستو او اکاډمیکو مېرمنو له پوهې استفاده هغه موارد وو چې په دغه ناسته کې پرې بحث وشو.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه