ښځې باید د سولې په بهیر کې د ګډون لپاره د یوه دوامدار غورځنګ پر جوړولو کار وکړي
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي «د سولې په پالیسیو جوړولو کې د ښځو د واحد غږ همغږي» په کاري ناسته کې وویل چې د دغه جوړښت غړې باید د سولې په بهیر کې د ګډون لپاره په فعال ډول پر یوه دوامدار غورځنګ کار وکړي.
د جمهور رئیس ځانګړي استازي په دې ناسته کې د دغه جوړښت پر تنخیکي مواردو خبرې وکړې او ویې ویل چې کاري ډلې باید د اړتیا له مخې جوړې شي او همدارنګه دا ډلې باید تشخیص کړای شي چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په کومو مواردو کې د دوی کار اسانولای شي؛ همدارنګه باید هغه موارد هم مشخص شي چې دغه ښځې سولې ته کار پکې کولای شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر ټینګار وکړ چې دغه جوړښت باید د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د ښځو د بسیج وسیله وي.
په دې ناسته کې د غړو تخصص او تجربو ته په کتو سره د کاري ډلو د تنظیم او ډلبندۍ په اړه بحث او مشوره وشوه.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیالې ډاکترې عالمې وویل چې په کاري ډلو کې باید د ښځو د سیاسي، ټولنیزې، حقوقي او اقتصادي ونډې موضوع په پام کې ونیول شي.
د افغانستان د ښځو د شبکې رئیسې ماریا اکرمي وویل چې د دغه مشورتي جوړښت غړې باید د سیاسیونو پر اجماع کار وکړي او خپله بېطرفي وساتي.
د پوهنتون استادې زینب موحد وویل چې پر حقوقي – فقهي مواردو کار اړین دی.
د ښځو د پراختیا ادارې رئیسې رقیې عالمي بلخي د مرکز او ولایتونو د ښځو پر پراخې ارتباطي شبکې جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دې شبکې جوړول په ټول هېواد کې د اطلاعاتو ترلاسه کولو او له ښځو سره د اړیکو جوړولو لپاره مهمه اړتیا ده.
مدني فعالې خدیجې آرین د خبرو اترو په جریان کې د ښځو پر ګډون او رول خبرې وکړې. دې وړاندیز وکړ چې د کاري ډلو لپاره دې کاري لایحه جوړه شي.
د ښځو د حقونو فعالې شکریې جلالزۍ د تخنیکي او مشخصو ډلو د جوړولو اهمیت ته په اشارې سره وویل چې د ډلو غړې باید پوهې او متخصصې ښځې وي او له ملي او نړیوالو مسايلو سره بلدې وي.
د افغانستان د ښځو د شبکې غړې حمیرا ثاقب د سولې په چارو کې د دولت له وزارته وغوښتل چې باید د سولې په بهیر کې د ښځو د شتون پر کمیت هم کار وشي او حکومت باید د سولې په بهیر کې ښځو ته لږ تر لږه ۳۰ سلنه ونډه ورکړي.
د سولې لپاره د ښځو د ملي اجماع غړې زر بي بي سلیمانخېل وویل چې حکومت باید د ولایتونو د ښځو غږ ته پام وکړي او هغوی ته اجازه ورکړي چې د سولې په بهیر کې فعاله ونډه ولري؛ ځکه هغوی تر ټولو ډېره قرباني ورکړې ده.
د دې ناسته په پای کې په بېلابېلو برخو کې د کاري ډلو د جوړولو لپاره هوکړه وشوه چې د دغو ډلو غړې باید تخصص او کاري تجربو ته په کتو سره مشخصې شي.
