ښځینه عالمانې د سولې په بهیر کې د فعالې ونډې لپاره د ښځو د انسجام په برخه کې کار کوي

a.zia
دوشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۶ - ۱۸:۴۹
smp

د یو شمېر ښځینه مدارسو استادانو او دیني مراکزو مسوؤلینو د سولې په چارو کې د دولت وزارت له ستر سلاکار مولوي عبدالرحمان هوتک سره په لیدنه کې د حکومت په مشرۍ د سولې له بهیر څخه د ملاتړ ترڅنګ زیاته کړه چې د سولې په برخه کې به په هر اړخیز ډول همکاري وکړي.

په دغه لیدنه کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار د افغانستان د سولې بهیر اړوندو وروستیو پرمختګونو په اړه د مدارسو دغو استادانو او د دیني مرکزونو مسوؤلینو ته معلومات ورکړل او له دغه بهیر څخه د هغوی د هر اړخیز ملاتړ او همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي هوتک همدا راز له دغو ښځو وغوښتل چې د افغانستان د ښځو د استازو په توګه خپل نظرونه او وړاندیزونه د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره شریک کړي او د ښځو د حقونو ترلاسه کېدو لپاره خپل غږ پورته کړي.

له بلې خوا د مدارسو استادانو او د دیني مرکزونو مسوؤلینو زیاته کړه چې د ښځینه عالمانو د انسجام لپاره هڅې کوي او له بېلابېلو لارو به د افغانستان د سولې بهیر په اړه د ښځینه عالمانو دریځ اعلان کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه