چین د سولې په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي دانګ شيجون او ورسره پلاوي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د سولې پروسې د بېلابېلو پړاوونو په پلي کولو، د سولې په چارو کې د دولت وزارت په رول او د خبرو اترو په برخه کې د چین هېواد په همکارۍ خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې ښاغلي شيجون د سولې د بهیر د هرڅه ښه پلي کېدو په برخه کې د خپل هېواد هراړخیز ملاتړ څرګند کړ.
