څېړنیز او ټولنیز بنسټونه د سولې په چارو کې د دولت وزارت مشورتي مټې دي

a.zia
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۹ - ۸:۵۵
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیمه‌ییزو مطالعاتو د څانګې عمومي رئیس غلام‌یحیی حازم اسفندیار«د سولې د هوکړه‌لیک وړاندوېينه: احتمالي سناریوګانې» تر سرلیک لاندې بحث کې چې د زرغون بهیر له‌خوا جوړ شوی و، وویل، څېړنیز او ټولنیز بنسټونه د سولې په چارو کې د دولت وزارت مشورتي مټې دي.

ښاغلي اسفندیار زیاته کړه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې د هڅو د انسجام او په هېواد کې د سولې او ټیکاو د ټینګښت لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیمه‌ییزو مطالعاتو د څانګې د عمومي رئیس په وینا، په افغانستان کې د سولې استقرار، ساتنه او ټینګښت د باور جوړونې، د نوښتونو د انسجام، د عدالت د ټینګښت، د ملي او نړیوالو ښکېلو لورو په پراخولو او په ملي کچه د تاوتریخوالي د بسترونو په له منځه‌وړلو سره شونی دی.

په دغه ناسته کې د سولې په پروسه او د سولې په احتمالي هوکړه کې د خلکو د بنسټیزو غوښتنو په مطرح کولو کې د ځوانانو، مېرمنو او سیمه‌ییزو مشرانو په رول ټینګار وشو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه