ځوانان د سولې د بهیر تر ټولو مهم شریکان دي

a.zia
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۳ - ۳:۳۱
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو او بنسټونو چارو د انسجام مرستیال عبدالخالق بالاکرزي «د سولې لپاره د ځوانانو ملي اجماع» په ناسته کې وویل چې د سولې بهیر د مخته‌وړلو لپاره د ځوانانو ژمنتیا او مسؤولیت منل اړین دي او ځوانان د سولې بهیر تر ټولو مهم شریکان دي. همدارنګه ښاغلي بالاکرزي وویل چې پر ځوان نسل باور او د دوی پر ځواک تکیه کول د سولې په چارو کې د دولت وزارت له پالیسیو څخه ده.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو او بنسټونو چارو د انسجام مرستیال په سوله‌غوښتنه او سوله‌جوړونه کې د ځوانانو د رول پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې ټول افغانان سوله غواړي، له همدې امله د سولې په چارو کې د دولت وزارت په څو ناستو کې د سولې بهیر په اړه د بېلابېلو پاړکو نظرونه او وړاندیزونه راټول کړي دي.

ده د سولې په برخه کې د ځوانانو فعالیتونو ته په اشارې سره وویل چې د دغه وزارت د ستراتېژۍ او پالیسۍ له مخې ځوانان د سولې بهیر په ټولو پړاوونو په تېره هم د سوله‌غوښتنې لپاره د ټولنې د بسیجولو، سولې جوړونې، د جګړې او تاوتریخوالي پر ختمولو د فشار او ملي یووالي رامنځته کولو لپاره بنسټیز رول لري.

همدارنګه ښاغلي بالاکرزي وویل، دا ځوانان دي چې د سولې د عملي کولو په برخه کې کار کولی شي. ده ژمنه وکړه چې د ځوانانو غوښتنې به له مسؤولو چارواکو سره شریکې شي.

بل پلو د ملي مصالحې د عالي شورا سلاکار عطاالرحمان سلیم هم په دې ناسته کې وویل چې سولې ته کار کول یوازې د سولې د اړوندو رسمي آدرسونو مسؤولیت نه دی، بلکې د سولې په برخه کې د همکارو بنسټونو د هرې همکارۍ او اقدام هرکلی کېږي.

د ناستې په دوام د سولې لپاره د ځوانانو د ملي اجماع غړو د یوه پرېکړه‌لیک په وړاندې کولو سره د سولې بهیر په اړه د ځوانانو غوښتنې او لیدلوري وړاندې کړل. دوی ټینګار وکړ، لکه څرنګه چې د ځوانانو راتلونکی د سولې خبرو له څرنګوالي سره تړلی، ځوانان باید په دغو خبرو کې شریک وي او رول یې له پامه ونه‌غورځول شي.

همدارنګه دغو ځوانانو له حکومته وغوښتل چې د افغانستان د خلکو په تېره د ځوانانو غوښتنو، حقوقو او لومړیتوبونو ته باید د سولې په هوکړه‌لیک کې د نه باطلېدونکو شرطونو په توګه ځای ورکړل شي.

د سولې لپاره د ځوانانو ملي اجماع د سولې په بهیر کې د ځوانانو تر منځ د همغږۍ په موخه له ۲۴۰ بنسټونو څخه جوړه شوې ده؛ د دغې اجماع غړو په ۳۴ ولایتونو کې په جلا جلا ډول د سولې بهیر په اړه پرېکړه‌لیکونه وړاندې کړي او بیا وروستی شوی پرېکړه‌لیک په نننۍ ناسته کې وړاندې شو چې د ځوانانو د نړۍوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې وه.

په دې ناسته کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت له‌خوا د قومونو او بنسټونو چارو د انسجام مرستیال عبدالخالق بالاکرزي، د ستراتېژیکو اړیکو عمومي رئیسې ناجیې انوري او د کنفرانسونو، پېښو او پروګرامونو رئیس عبدالعزیز حیدري ګډون کړی و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه