په یوه ګډه ناسته کې د سولې پر بهیر او ملي اجماع پیاوړي کولو بحث وشو

a.zia
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۱ - ۵:۱۳
smp

په یوه ناسته کې چې د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي محترم سید سعادت منصور نادري ګډون پکې کړی و، د سولې پر اړوندو موضوعاتو او ملي اجماع پیاوړي کولو بحث وشو.
د جمهوري ریاست د ملي امنیت شورا سلاکار محترم حمدالله محب، د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال محترم ډاکتر عنایت‌الله بابر فرهمند او د ملي جنبش ګوند رئیس، د ولسي جرګې غړي او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي محترم حاجي باتور دوستم هم په دې ناسته کې ګډون درلود.
په دې ناسته کې د سولې بهیر د پرمختګ د څرنګوالي په اړه د داخلي اجماع پر ساتنه او پیاوړتیا او د سولې بهیر د جوړښتونو پر رول ادا کولو ټینګار وشو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه