په یوه شانداره غونډه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځ ونمانځل شوه
د سولې په چارو کې د دولت وزارت او د سولې په برخه کې د سیاسي ګوندونو د تماس کمېټې په یوه ګډ پروګرام کې د کب نهمه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ورځ ونمانځل شوه. په دغه پروګرام کې د ملي مصالحې عالي شورا او سولې په چارو کې د دولت وزارت چارواکو، د سیاسي ګوندونو استازو او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو یو شمېر سرتېرو ګډون کړی و.
د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیال اسدالله سعادتي د دغه پروګرام د جوړولو لپاره د سولې په چارو کې د دولت وزارت او د سولې په برخه کې د سیاسي ګوندونو د تماس کمېټې مننه وکړه او ویې ویل چې د ملي ځواکونو رول بېساری دی او ملت او دولت یې پیاوړي کړي دي.
ښاغلي سعادتي د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدانو ته اشاره وکړه، د خپلو خلکو او وطن په ساتنه کې یې د دوی مېړانه وستایله. ده زیاته کړه، د سولې چیغه د دغه وطن د بچیانو د سرښندنو هېرولو په معنا نه ده او عادلانه سوله د امنیتي او دفاعي ځواکونو په کلکو ګامونو کې نغښتې ده. په سنګر کې زموږ بر لاس د دې لامل شوی چې د مذاکرې پر مېز هم په ځواک خبرې وکړو.
د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال وویل چې په ټولو کې باید د جګړې انګېزې له منځه یوړل شي. زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه باید په هېواد کې دننه ونهجنګېږي، بلکې په سرحدونو کې د پردیو د برید په مقابل کې ځمکنۍ بشپړتیا وساتي. ده زیاته کړه چې دغه هیله د هېواد د زړورو سرتېرو له مقاومت او مېړانې پرته شونې نه ده.
ښاغلي سعادتي په پای کې وویل چې جګړه د جمهوري اسلامي نظام انتخاب نه دی او د خپلې دیني او هېوادنۍ دندې لپاره د خپلو ارزښتونو په دفاع بوخت یو.
په دغه پروګرام کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري د هېواد زړورو سرتېرو ته د مبارکۍ تر څنګ د دغې ورځې مخینې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې ۱۰۱ کاله وړاندې غازي امانالله خان د کب نهمه د افغانستان د آزادۍ ورځ اعلان کړې وه او د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې په همدې مناسبت د کب نهمه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځې په توګه تصویب کړې ده.
ده وویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړورې اتلولۍ له برکته نن د سولې په اړه په یوه غږ ملي اجماع موجوده ده او سیاستوال او رهبران هم د جمهوریت تر چتر لاندې د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام دفاع کوي.
ښاغلي نادري زیاته کړه چې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت د هېواد د ملي ځواکونو د مېړانې پایله ده. ده زیاته کړه، طالبانو ته زموږ پیغام دا دی چې د جګړې او مسلمانوژنې پر ځای باید دغه طلايي فرصت ونهبایلي، ځکه په جګړه کې هېڅوک هم ګټونکي نه دي او باید د افغانستان د ملت غوښتنې ته درناوی وکړو چې هغه اوربند کول او وینهتويېدنه درول دي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر وویل چې د نظر د اختلافاتو حللاره جګړه نه، بلکې مذاکرات دي او باید په کلکه تعقیب شي.
د جمهوري ریاست سلاکار نذیراحمد احمدزي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د دغې ورځې مبارکي ورکړه او د دغو ځواکونو اتلولي یې د افغانانو ویاړ وباله.
ښاغلي احمدزي د دغه پروګرام د جوړولو مننه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو یوازې د افغانستان د خلکو دفاع نه ده کړې، بلکې د دوی مبارزه له ترهګرۍ سره او د بشریت لپاره ده.
ده په دې برخه کې د ټولو قومونو د یووالي او مسؤولیت پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د خلکو قوت په یووالي کې دی.
ورپسې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو چارو مرستیالې لیلا جعفري د خپل شعر په لوستلو سره د امنیتي او دفاعي ځواکونو قدرداني وکړه.
د سولې په برخه کې د سیاسي ګوندونو د تماس کمېټې غړي حبیبالله سنجر ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د دغې ورځې د مبارکۍ تر څنګ وویل چې پانګونې، بیارغونه او د مذاکرې پر مېز حضور ټول د ملي ځواکونو د سرښندنو له امله رامنځته شوي او له دې امله د افغانستان خلک د دغو ځواکونو ملاتړي دي.
د سولې په برخه کې د سیاسي ګوندونو د تماس کمېټې بل غړي محمد ابراهیم رحیمي وویل چې د افغانستان خلک د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو له میندو څخه منندوی دي او زیاته یې کړه چې د ملي یووالي لپاره پاڅون زموږ دنده ده او د اسلامي جمهوري نظام پر وړاندې هېڅ خوځښت د منلو نه دی.
ده وویل چې زموږ اساسي قانون پر اسلامي بنسټونو ولاړ جوړ شوی، اسلامي نظام همدا اوسنی نظام دی او سیاسي ګوندونه د جمهوریت او امنیتي او دفاعي ځواکونو پرېکند ملاتړ اعلانوي.
ښاغلي رحیمي له حکومته وغوښتل چې د هېواد اتلانو ته کلک پام ډېر کړي او د تمویل او سمبالښت لپاره یې یوه هڅه هم ونهسپموي.
د سولې په برخه کې د سیاسي ګوندونو د تماس کمېټې غړي مولانا عبدالسمیع موحد هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو مېړانه وستایله او ویې ویل چې رښتيني مجاهدین دغه ځواکونه دي.
د ملي اردو افسر تورن علمخان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په استازیتوب وینا وکړه. ده په سنګر کې د لمانځه ادا کولو د فضیلت په اړه اسلامي روایاتو ته په اشارې سره وویل چې د ملي اردو د مسلمانو عسکرو پر وړاندې د جهاد فتوا بېمعنا ده. ده زیاته کړه چې سرتېري د هېچا شخصي ساتونکي نه، بلکې یوازې د وطن د اسلامي خاورې ساتونکي دي.
تورن علمخان وویل، امنیتي او دفاعي ځواکونه داسې سوله غواړي چې د کمزورۍ له دريځه نه وي، داسې سوله وي چې افغانې نجونې د ګاونډیو هېوادونو د نجونو په څېر درس ولوستی شي.
د پروګرام په پای کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو افسرانو او سرتېرو ته مننلیکونه ور ووېشل شول. همدا راز په دغه پروګرام کې حاضرو چارواکو او ګډونوالو د امیني او دفاعي ځواکونو سرتېرو ته د وینې ورکولو اقدام وکړ.
