په ولایتونو کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ولایتي دفترونه پرانیستل کېږي
د جمهوررئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د ولایتي شوراګانو له رئیسانو سره په یوه وېډیو کنفرانس کې په نږدې راتلونکي کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ولایتي دفترونو د پرانیستلو خبر ورکړ.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د حکومت او ولایتي شوراګانو لهخوا د سولې اړوندو فعالیتونو په اړه د همغږۍ پر اهمیت په ټنګار سره وویل چې د اغېزناکې ولسي استازولۍ رامنځته کولو لپاره د سولې په چارو کې د دولت وزارت ولایتي څانګې په ټول هېواد کې د ولایتي شوراګانو په بشپړه همغږۍ فعالیت پيلوي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې د سولې لپاره د واحد غږ رامنځته کولو لپاره مهم اقدامات په پام کې دي ترڅو د سولې بهیر ټولشمول والی تضمین کړي.
په دغه وېډیو کنفرانس کې د ولایتي شوراګانو یو شمېر رئیسانو هم خپل نظرونه وړاندې کړل چې د جمهور رئیس ځانګړي استازي یې د هرکلي ترڅنګ هغوی ته ډاډ ورکړ چې د سولې بهیر اړوند نوې هڅې او پرمختګونه به له هغوی سره شریکیږي.
