په هرات کې د سولې په پالیسۍ جوړونه کې د ښځو د واحد غږ د ولایتي مشورتي ډلې د جوړېدو لومړنۍ ناسته وشوه

a.zia
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۵ - ۱۵:۲
SMP

«د سولې په پالیسۍ جوړونه کې د ښځو د واحد غږ د ولایتي مشورتي ډلې» لومړنۍ ناسته وشوه. دغه ناسته په هرات کې د دې ډلې د غړیو د ټاکنې لپاره وشوه چې د سولې په پالیسۍ جوړونه کې د ښځو د واحد غږ د ولایتي مشورتي ډلې د رهبرۍ غړې ګویتا صدیقي هم ګډون پکې کړی و.
د دې ډلې د ټول‌شمول‌والي اصل ته په پام سره ۳۰ غړي د ښځو د حقوق‌غوښتونکو بنسټونو او فعالانو، ولایتي شورا او اړوندو ارګانونو په استازیتوب وټاکل شول، بیا له هرې ولسوالۍ څخه یو یو استازی وټاکل شو.
ګویتا صدیقي د سولې په بهیر کې د ښځو رول او حضور مهم وباله او ویې ویل چې موږ باید د سولې په بهیر کې رضاکارانه او فعاله ونډه واخلو.
آغلې صدیقي د ناستې په یوه برخه کې له ګډون‌والو وغوښتل چې خپل نظرونه، وړاندیزونه او اندېښنې د خپل ځای او سیمې د خلکو اړتیاوو او غوښتنو ته په کتو سره شریکې کړي.
ګډون‌والو ښځو د تېرو اتلس‌کلنو لاسته‌راوړنو پر ساتنه ټینګار وکړ او د جمهوري نظام دوام یې وغوښت.
هغوی په دې توګه چې د هرات ولایت ښځې هم د نورو ښځو غوندې عادلانه سوله غواړي، وویل چې تر څو ټولنیزه سوله رانه‌شي، سیاسي سوله نه‌شو راوستی.
د ناستې ګډون‌والو په مذاکره‌کوونکي ټیم کې له ښځینه غړو وغوښتل چې د ښځو د حقونو او جګړې د قربانیانو بې‌طرفه او زړوره دفاع وکړي او په دې برخه کې خپل رسالت ادا کړي.
همدارنګه ګډون‌والو د سولې د وروستي هوکړه‌لیک په اړه د نړۍوالې ټولنې ضمانت مهم وباله او د جګړې او تاوتریخوالي کمښت، له ښځو سره تاوتریخوالی له منځه وړل، د ښځو لپاره اقتصادي خپلواکي او کار پنځونه، د ښځو د کرامت او حرمت ساتنه، د کډوالو باعزته راګرځېدنه او د افراطیت مخنیوی یې د سولې په خبرو کې د بحث تر ټولو مهم موارد یاد کړل.
همدارنګه دوی ناامني، قاچاق، د قانون په حاکمیت کې کمزوري، بې‌وزلي او بې‌کاري د سولې په لاره کې مهم خنډونه وبلل.
د سولې په پالیسۍ جوړونه کې د ښځو د واحد غږ د مشورتي ډلو جوړېدنه تر کابل وروسته په ولایتونو کې پیل شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه