په ننګرهار ولایت کې د سولې په پالیسي جوړونه کې د ښځو د واحد غږ ولایتي مشورتي ډلې د جوړېدو لومړۍ ناسته

a.zia
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۹ - ۱۴:۳۸
smp

د ننګرهار ولایت د ښځو د واحد غږ ولایتي مشورتي ډلې د غړو د غوراوي په موخه لومړۍ ناسته وشوه چې د دغه ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ، د ولایتي شورا غړې حمیرا رفېع، د سولې په پالیسي جوړونه کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ډلې د مشرتابه غړې کاینات خان، د ښځو چارو رئیسې فتانې غزیزي، د ننګرهار پوهنتون استادې شیلا بابري او د ښځو څو تنو نورو فعالانو ګډون پکې کړی و.

د ښځو د واحد غږ مشورتي ډلې د مشرتابه غړې کاینات خان په دغه ناسته کې وویل چې د سولې په پالیسي جوړونه کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ډله د ښځو د غږ اورېدو په برخه کې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره همکاري کوي.

دې زیاته کړه د ښځو د واحد غږ مشورتي ډله به په داسې طرحو او وړاندیزونو کار وکړي چې د سولې لپاره د ننګرهاري مېرمنو غږ تر ټولو ورسوي.

د ننګرهار ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ د ښځو د واحد غږ پر اهمیت په ټینګار سره وویل چې د ننګرهار ولایت د مقام دفتر به له دغې ډلې سره هېڅ ډول همکاري نه سپموي.

په ننګرهار ولایت کې د سولې په پالیسي جوړونه کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ډله د ښځو د حقونو د ۲۵ تنو فعالانو په غوراوي سره چې د ولسوالیو استازې، د ښځو د ملاتړو بنسټونو فعالانې او ولایتي شورا استازې پکې شاملې وې جوړه شوه.

دوی خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې د سولې لپاره به مبارزه کوي او ډېر ژر به د سولې په بهیر کې د ننګرهاري مېرمنو د بسیج او مشارکت مېکانېزم جوړ شي

د سولې په پالیسي جوړونه کې د ښځو د واحد غږ ولایتي مشورتي ډلې وروسته له هغه جوړېږي چې لومړی یې په پلازمېینه کې جوړه شوه. له دې مخکې په غزني ولایت کې هم د ښځو د واحد غږ مشورتي ډله جوړه شوې وه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه