په ختیځ زون کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د نماینده ګۍ دفتر په رسمي ډول پرانستل شو

a.zia
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۷ - ۸:۴۷
smp

په ختیځ زون کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت نمایندګۍ دفتر د سولې په چارو کې د دولت وزیر، د ننګرهار والي، د ننګرهار ولایتي شورا غړو، ځایی چارواکو، د سولې په چارو کې د دولت وزارت يو شمير لوړ پوړو سلاکارانو او رئيسانو، ځایی متنفذینو، دیني عالمانو، د مدني ټولنو استازو، د جګړې قربانیانو او مختلفو  طبقو په شتون کې په  رسمي ډول د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.
 د سولې په چارو کې د دولت وزير سید سعادت منصور نادري، د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ، ددې وزارت یو شمیر لوړ پوړو سلاکارانو او رئيسانو  په ګډون، په ختيخ زون کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت نماینده ګۍ دفتر د رسمي ډول پرانستې په موخه دې ولايت ته سفر وکړ، چې ننګرهار والي او د ولسمشر سلاکار ضياءالحق امرخيل، مرستیال والي ، د ولایتي شورا غړو ، ځایي چارواکو او مخورو او د ولایت مشرانو لخوا يې دروند هرکلی وشو.
په پیل کې، د سولې په چارو کې د دولت وزير او ننګرهار ولايت مقام د دغه ولایت او ختیځ زون امنیتي وضعیت او د سولې پروسې په اړه د يوې ناستې په ترڅ کې بحث او خبرې وکړې.
ضیا الحق امرخیل وویل، چې اوسني امنیتي وضعیت د خلکو سره په ښه همکارۍ رامنځته شوې او خلک د افغانستان د اسلامي جمهوریت څخه ملاتړ کوي.
سید سعادت منصور نادري په دغه ناسته کې وویل، چې د سولې او امنيت په راوستو کې د خلکو رول خورا مهم دی او د دوی له همکارۍ او د سیمه اییزو چارواکو د مديريت لوبولواو رهبرۍ پرته، به موږ په ټولنه کې ښه امنیت او سوله ونه ګورو.
په ختیځ زون کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت، نماینده ګۍ دفتر پرانیسته غونډه د قران کریم په تلاوت او د ملي سرود په ویلو سره پیل شوه.
د ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل په دې مراسمو کې په خپله وینا کې د سولې په چارو د دولت وزیر څخه په ننګرهار کې د دغه وزارت د لومړۍ نماینده ګۍ دفتر د پرانستلو له امله مننه وکړه او ویې ويل، چې سولې سره ددې ولايت د اوسيدونکو مينه ددې کړنې لامل شوې. هغه زیاته کړه چې د ننګرهار ولایت اوسېدونکو د اسلامي جمهوریت د ارزښتونو او هېواد د ساتنې په خاطر سترې قربانۍ ورکړې دي.
ښاغلي امرخیل د نظام څخه د ختیځ زون د خلکو د ملاتړ ستاینه وکړه او و يې ويل، چې له ټولو مذهبي او ټولنيزو ادرسونو څخه  ددې ولايت نارينه او ښځينه وو د سولې پېغام اوچت کړی او لا به يې اوچتوي.
هغه زیاته کړه، چې د قومونو او مذهبونو ترمینځ، د ورورولۍ ، خواخوږۍ او يو بل منلو پيغام تکرار شتون لري؛ بالاخره دا به موږ د سولې په طرف روان کړي.
د ننګرهار والي وروستيو تروریستو پیښو ته په اشارې سره وویل، چې د تاوتریخوالي په ډیریدو سره د ښځو او ماشومانو په ګډون تلفات زیات شوي او د سولې هڅو قوي کولو لپاره عملي اقدماتو زياتول او د سولې پروسې ګړندي کول اړین دي.
هغه زیاته کړه، چې په دې وخت او حالاتو کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ختیځ زون دفتر پرانیستل پر ځای او مهم ګام دی.
 د ننګرهار والي په دغه مراسمو کې د متنفذنو، علماوو، د جګړې د قربانیانو کورنیو، د مدني ټولنو استازو او سیمه اییزو چارواکو د سولې پروسې څخه د ملاتړ له امله مننه وکړه.
د دغه مراسمو په جريان کې، د سولې په چارو کې د دولت وزارت د زونونو عمومي رياست رئيس عبدالباسط حافظي، ددې وزارت د  ختیځ زون رئیس فیضان الحق قاضي زاده د ټاکل کیدو په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت عالي مقام فرمان ولوست.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ختیځ زون رئیس فیضان الحق قاضي زاده د اسلام له نظره د سولې د اهمیت په اړه وویل، چې د سولې رامینځته کیدل د ټولنې ودې او په ټولنه کې د امنیت پیاوړتیا لامل کېږي.
ښاغلي قاضي زاده ژمنه وکړه، چې د ختیځ زون دفتر د برياليتوب لپاره به هر ډول هڅې وکړي او د بيلا بيلو برخو سره په مشوره به  عمل کوي. هغه د اړوندو چارو د پرمختګ لپاره د خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
اسرار الله مراد د ننګرهار ولايتي شورا غړي، د ختیځ زون د شهیدانو روح ته دعا کولو ترڅنګ وویل، چې د سولې لپاره زمینه برابره شوې او پدې برخه کې ملي احساس شتون لري.
د ننګرهار ولایت د حج او اوقافو ریاست رئيس قاري محمد داود مجاهد (ِتَّقُوااللّه َ وَأَصْلِحوا ذاتَ بَيْنِكُمْ) آيت ته په اشارې سره وویل، چې سوله د اسلام له لارښونو او د خلکو له اصلي غوښتنو څخه ده، په ځانګړي ډول د جګړې د قربانيانو او معلولينو.
 هغه زیاته کړه، چې دیني عالمان د سولې په پروسه کې همکار دی؛ ترڅو په  هیواد کې د مسلمانانو قربانيدو ته د پای ټکی کېښودل شي. 
د پکتيا پخواني والي نصرت الله ارسلا د سولې پروسې څخه د ننګرهار د خلکو د ملاتړ څرګندولو پرمهال وویل، چې د اسلامي جمهوریت پروړاندې منفي تبلیغات په داسې حال کې ترسره کیږي چې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو هڅې کېږي.
 د مدني ټولنې غړي، شریف‌الله ناصری په دغه مراسمو کې د سولې راوستو پر اهمیت ټینګار وکړ، وویل چې فکري بدلون ته اړتیا ده او بايد په دې برخه کې کار وشي.
هغه ننګرهار د سولې په برخه کې د کار لپاره یو ښه ځای وباله او زیاته یې کړه چې په دې ولایت کې رواني او فزیکي امنیت ټینګ شوی دی.
ښاغلي ناصری وویل چې طالبان باید د سولې په مذاکراتو کې جدي شي. خلک افراطیت نه غواړي او دوی د ملت ارادې په توګه له جمهوریته دفاع کوي.
هغه په واکسیناتورانو وروستي برید ته په اشارې سره، هغه دا حمله په انسانیت برید وباله او ویې ویل چې د هیواد هره برخه چې درديږي، د ټول هېواد خلک ورسره په دغه درد کې شريک دي.
د ښځو په استازولۍ میرمن کینات خبرې وکړې او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ختيځ زون دفتر له پرانستلو يې هرکلی وکړ او ویې ویل، چې د سولې د لاسته راوړلو لپاره باید د خلکو په ذهنونو کار وشي.
هغه ديته په اشارې سره، چې نن ورځ میرمنې ښه علمي او عملي ظرفیت لري، د جنګ د اصلي قربانیانو په توګه يې د ښځو د ډیر ګډون غوښتنه وکړه.
په دغه جريان کې، د ننګرهار او ختیځ زون د خلکو په استازولۍ ، یو شمیر مخورو د سولې په چارو کې د دولت وزير ته د عزت شمله او چپنه ورواغوستله.
د سولې په چارو کې د دولت وزير سید سعادت منصور نادري په خپله وینا کې د دغه وزارت د ختیځ زون دفتر په پرانستلو خوښي څرګنده کړه او دغه ولایتونه د ویاړلو خلکو خاوره وبلله او ددې سیمې شهیدانو روح ته يې درود ولېږه.
هغه وویل چې د دې سفر او د ختیځ زون دفتر پرانیستلو څخه يې موخه د خلکو او  وزارت ترمنځ ګډ او نږدې کار دی، ترڅو د ختیځ زون د سولې غوښتونکو خلکو نظرونو او وړاندیزونو شریکولو لپاره د مشورو يو بستر چمتو شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د سیمې او نړۍ لپاره د سولې پیغام د افغانانو پیغام وباله او ویې ویل، چې د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره، د جګړې د دوام لپاره هیڅ پلمه شتون نلري. خلک زور ته نه تسليميږي او باور لري، چې جګړه هیڅ ګټونکی نه لري او سوله هیڅ بایلونکی نه لري.
ښاغلي نادري وویل، چې طالبان باید له فرصت څخه ګټه پورته کړي او د یوې با عزت او تل پاتې سولې لپاره کار وکړي. هغه ننگرهار د سولې یوه بیلګه وبلله او ویې ویل، هغه څوک چې د فرصتونو ضایع کیدو ته لیواله دي باید خلکو ته حساب ورکړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د دیني عالمانو مهم او ویاړلي رول ته په اشارې سره وویل، چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په مذاکراتي پلاوي کې دری وتلي عالمان شتون لري.
ښاغلي نادري میرمنې د ټولنې نیمه برخه وبلله او زیاته یې کړه، چې دا د جګړې اصلي قربانيان دي، پداسې حال کې چې دوی د تیرو دوه لسیزو لاسته راوړنو په ترلاسه کولو کې اساسي رول لوبولی دی.
هغه زیاته کړه، چې د سولې په پروسه کې د ميرمنو برخه اخيستنه دغه پروسه بریا ته نږدې کوي او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مذاکراتي پلاوي څلور غړې د هيواد مشهورې میرمنې دي.
د سولې په چارو کې د دولت وزير د مدنې ټولنو بنسټونه د سولې پروسې اصلي شریکان وګڼل او ویې ویل چې د وزارت زون دفترونه به د دې نهادونو فعالیت او ګډون ته زمینه برابره کړي.
ښاغلي نادري په دریځ کې د اجماع او يووالي پر ضرورت باندې ټینګار سره وویل چې تيت او پراګنده غږونه ضعيف او د اوريدو وړ نه دي. هغه زیاته کړه د ملي ګټو پر سر اتحاد له اوسني وضعیت څخه مطلوب وضعیت ته د حرکت کلي ده.
په وروستیو کې ګډونوالو د سولې د راتلو او د دښمن د توطیو د شنډولو لپاره دعا وکړه.

په دغه مراسمو کې برخه اخیستونکو چارواکو او مخورو د سولې په چارو کې د دولت وزارت, د ختيځ زون دفتر ، د پټۍ په پری کولو سره پرانست او مسؤلينو لپاره يې د بریا هیله وکړه.
د دغې سفر په پای کې، د سولې په چارو کې د دولت وزير د غازي امان الله خان مقبرې ته ورغی او د هغه په قبر يې د ګلونو ګیډۍ کیښوده او د هغه لپاره یې بښنې دعا وکړه. هغه همدارنګه د مرحوم جهادي مشر حاجي عبدالقدير قبر ته هم د دعا لاسونه پورته کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه