په جنېوا کنفرانس کې د سولې، پراختیا او امنیت د آنلاین بحث په راټولونه کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مذاکره‌کوونکي پلاوي د غړي سید سعادت منصور نادري وینا

a.zia
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۷:۴
smp

د (ملي امنیت سلاکار) جلالتمآب ډاکتر محب، (د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې) دیبورا لاینز، د (د اروپا د سولې انستېتیوت ستر سلاکار) سرجیو حرامیلیو، راغلو مېلمنو، د پروګرام ویناوالو، خویندو او وروڼو!
د ننني پنل له ټولو ویناوالو او غړو د زړه له تله مننه کوم. ننني بحثونه په رښتیا هم ډېر هڅوونکي او د فکر وړ وو. 
د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په توګه، نننۍ خبرې په ځانګړې توګه د خپل دفتر د چارو لپاره ګټورې بولم او د نورو هغو خبرو هرکلی کوم چې څرنګه دغو نظرونو ته عملي بڼه ورکولی شي. 
غواړم تاسو مو خپل فکرونه او نظرونه له ما او زما له ټیم سره شریک کړئ چې څرنګه یو ځای له یوبل سره ګډ کار کولی شو ترڅو دغه اجنډا چې د سولې د پروسې پراختیا ده، مخ ته یوړول شي. 
غواړم په نننیو بحثونو کې د وړاندې شوو ځينو ټکو او نظرونو په اړه لږ څه تم شم: 
ښاغلي ډاکتر محب په لومړي سر کې د امنیت لومړیتوب، د افغانستان د ملي، دفاعي او امنیتي ځواکونو پر ظرفیت او ودې د پانګونې اړتیاوې مطرح کړې، همدارنګه هغه د سولې، امنیت او پراختیا ترمنځ د اړیکې د پیدا کولو لپاره د اوږدمهالې پراختیا د اجنډا پر تمرکز ټينګار وکړ. 
ښاغلي بادون (مارک بادون، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي پخوانی مرستیال) وړاندې وویل چې افغانستان له هسکو ټيټو ډک بهیر درلود. موږ باید مرستې په سمه توګه ترلاسه کړو، د کلي او ښار ترمنځ ډېرېدونکی واټن د سیمه‌ييزې حکومت‌ولۍ پیاوړي کولو ته اړتیا لري. د جرمونو د مخنیوي اړوند مسایل باید په دقیق ډول وڅېړل شي، په ځانګړې توګه دا چې ملېشې څنګه په نظام کې را ګډولی شو. 
سفیر هیرجي (شهزاده هیرجي، د آغاخان بنسټ د پراختیايي شبکې سفیر)، پر دې موضوع تمرکز وکړ چې د افغانستان هر کلی او ولایت خپل ځانګړی پېچلی‌توب لري. هغه څه چې ټولنه یې له موږ تمه لري، هر اړخیزوالی او د ټولنې جوړول دي. هغه د زده‌کړو په اړه خبرې وکړې، هغه لاسته راوړنه چې موږ په تېرو شلو کلونو کې ترلاسه کړې. هغوی همدارنګه پر ځان د باور او دا چې څنګه له شخړې د وتلو توان ولرو او هغه حل کړو، ټينګار وکړ.
ډاکتر جان مانزا (په اجرايي چارو کې د ناټو د سکرترجنرال مرستیال) په دې اړه وویل چې څنګه د پروسې په جریان کې د متحدینو یووالی ساتلی شو؛ د یووالي ساتنه، په داسې حال کې چې موږ د مذاکرې پړاو ته ننوزو. همدارنګه هغه د جینوا د ناستې د ملاتړ عملي برخو او د بشپړو خپلواکو کړنو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو چمتو کولو ته اشاره وکړه. همدارنګه هغه دغه حقیقت ته په اشارې وویل چې اړتیا ده ناټو د سولې تر هوکړه‌لیک وروسته خپل رول ولوبوي. 
سید آقا (د اسلامي پراختیايي بانک مرستیال) د ښې حکومت‌ولۍ، امنیت او هر اړخیزې پایدارې پراختیا په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې بې‌کاري او د مرستو نا عادلانه وېش د بې‌ثباتۍ ریښه ده. د ټولنې ټولې برخې او نړیواله ټولنه باید پکې شامله وي. 
هغه وویل چې بنسټ جوړول ښه دي، خو پلي کول یې باید د خلکو او دولت په مشرۍ وشي. همدارنګه هغه وویل چې د مرسته کوونکو ترمنځ د همغږۍ نه‌شتون یوه اساسي ننګونه ده. 
ډاکتر کرم (ډاکتر آزا کرم، د سولې لپاره د مذهبونو د مؤسسې سکرتر جنرال) د باور د مفهوم د اهمیت په اړه خبرې وکړې. په ځانګړې توګه د ادارو، خلکو او مدني ټولنو ترمنځ باور اړین دی؛ هغه وویل چې د دغه باور سیمه‌ییزو زمینو ته پام وکړئ. د مذهب او مذهبي لوبغاړو او سیمه‌ييزو مشرانو رول باید د پراختیا د چارچوکاټ اصلي مرکز کې وي. د کوویډ19 ناروغۍ خپرېدل په دې اړه ښه بېلګه ده چې مذهبي مشران په دې اړه څنګه اغېزناک رول لرلی شي.
د ننیو خبرو په اړه هغه اصلي ټکی چې ما درک کړ، د امنیت، پراختیا او سولې ترمنځ د متعادلې کړنلارې اړتیا ده. ماته څرګنده ده چې د تېرو 19کلونو په جریان کې، نړیواله ټولنه، د ترورېزم پر وړاندې په جګړه کې پر بریا مصروفه وه، د افغانستان د ملاتړ په برخه کې يې پر امنیت ډېر تمرکز وکړ او د پایدارې پراختیا او د سولې د ټينګښت د موخو د ترلاسه کولو لپاره یې لږ بار واخیست. 
د مخکې تګ لپاره، موږ باید تر ډېره د پراختیا او د سولې د ټينګښت د کار د نوښت په برخه کې ټینګار وکړو. دغه کار د سیمه‌ييزو شخړو په حل کې مرسته کوي، بشري حقونه ريښتيني کوي او د (جګړې) په لومړۍ کرښه کې د ملکیانو پروړاندې په تاوتریخوالي کې د اوږدمهال لپاره کم‌والی راولي. 
دا کړنې باید په زده‌کړو او اقتصادي فرصتونو کې په ځانګړې توګه زموږ د ځوانانو لپاره عملي پرمختګونه ولري. ډېری ځوانان له تیاره او نا ډاډه راتلونکي سره مخ دي. د نړیوال ترورېزم پر وړاندې زموږ د ګډې مبارزې د ادامې لپاره، زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري؛ موږ له ټولو هغو څه چې په تېرو دوو لسیزو کې مو ترلاسه کړي منندوی یو. خو تر هغه چې په امنیتي بنسټونو کې د سولې پر ټينګښت او پراختیا د بیاځلي تمرکز پانګونه بشپړه نه شي، موږ د تېرو تېروتنو د تکرار له ګواښ سره مخ یو. که موږ د خپل عادلانه او پایدارې سولې لیدلوري ته ورسېږو، اړتیا ده ټولې درې حوزې چې پورته ورته اشاره وشوه، هم‌مهاله او موازي پرمختګ ولري. 
په پای کې غواړم د دغه کنفرانس د جوړولو د وخت پر اهمیت ټینګار وکړم چې د هېواد د تاریخ په حساس وخت کې جوړ شو. که څه هم موږ ډېره هڅه کوو ترڅو د مذاکرې له لارې د سولې هوکړې ته ورسېږو، زموږ هېوادوال هره ورځ له تاوتریخوالي او بېوزلۍ کړېږي. ځکه نو، دغه کنفرانس نه یوازې له مالي پلوه بلکې له سیاسي او روحي پلوه هم مهم دی. دغه کنفرانس د افغانستان خلکو ته دا ښيي چې د نړیوالې ټولنې نه دي هېر او هیله ده چې د دوی کړاوونه پای ته ورسېږي. 
په دغه کنفرانس کې شوې ژمنې راتلونکي ته دا ډاډ ورکوي چې زموږ خلک په یوه داسې سوله‌ییز افغانستان کې د ژوند خاوندان شي چې د بشر حقونو او د ټولو خلکو عزت ته پکې درناوی کېږي او د ټپونو د رغېدو پروسه یې پیل شوې. 
یو ځل بیا ستاسو ټولو له ملاتړه مننه کوم او موږ په ډېره لېوالتیا ستاستو سره د ملګرو او شریکانو په توګه د همکاریو په تمه یو ترڅو د افغانستان لپاره غوره راتلونکی جوړ کړو.
له تاسو مننه!