په تلپاتې سوله کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې غونډه جوړه شوه

a.zia
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۵ - ۱۲:۴۴
SMP

د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې له ۱۶ ورځني کمپاین سره هم‌مهاله د سولې په چارو کې د دولت وزارت د غونډو په تالار کې «په تلپاتې سوله کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره مبارزه» تر سرلیک لاندې غونډه جوړه شوه، چې پکې د دغه وزارت چارواکو ګډون کړی و.
د دغې ناستې په پیل کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو چارو د انسجام مرستیال عبدالخالق بالاکرزي وویل، په تېرو څلورو لسیزو جګړو کې ښځې له ډېر تاوتریخوالي سره مخ شوې دي او اوسمهال د ټولو دنده ده چې هر یو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې خپله دنده ترسره کړو.
ده همدا راز وویل په لویو ښارونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مسایلو ته څه نا څه رسېدنه کېږي؛ خو اړتیا ده په لرې پرتو سیمو کې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منعې په دودولو کې لا ډېر کار وشي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې هم په دغه ناسته کې خبرې وکړې او ویې ویل ښځې او ماشومان په هېواد کې د جګړو اصلي قربانیان دي. نوموړې دې ته په اشارې سره چې جګړه، تاوتریخوالی او شخړه یو له بل سره نېغه اړیکه لري، ټینګار وکړ چې باید ښځې د افغانستان د سولې په بهیر کې اساسي رول ولوبوي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې همدا راز وویل، وروستۍ دوې لسیزې د افغان مېرمنو لپاره د امنیتي ننګونو تر څنګ په سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې له لاسته‌راوړنو ډکې وې او ښځو په ټولو دغو برخو کې فعال رول لرلی.
ډاکتر عالمې وویل د نورو هېوادونو د سولې د مذاکراتو تجربو ښودلې چې د سولې خبرې اترې هغه مهال بریالۍ شوې چې پکې ښځې حضور ولري، دې زیاته کړه چې د سولې په بهیر کې یوازې سیاسي هوکړې ته رسېدل نه‌دي مطرح؛ بلکې له شخړو وروسته د ښځو موضوعاتو ته رسېدنه او د ښځو په ګټه د توافقاتو پلي کول هم ډېر مهم دي.
د لویې څارنوالۍ د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې او د ماشومانو او بشري حقونو د سرغړونو د برخې مرستیالې سینا شنا منصور په دغه ناسته کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د اړوندو شمېرو او د قضیو د ارقامو په وړاندې کولو سره د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې په برخه کې د لویې څارنوالۍ د کړنو او لاسته‌راوړنو په اړه خبرې وکړې.  
د غونډې پر دوام د هغې پوښتن‌پاڼې د پایلو پرېزېنټېشن وړاندې شو چې مخکې د ښځو په چارو کې د دولت وزارت پر ښځینه کارکوونکو وېشل شوې وې.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال غلام‌یحیی عباسي د غونډې په راټولونه کې د دغې ناستې د عمده ټکو په تکرار سره وویل: دغه وزارت تل هڅه کړې چې د ښځینه کارکوونکو اړوندو مسایلو ته پام وشي او په دې برخه کې یې ګڼې ناستې کړې دي.
نوموړي همدا راز وویل د سولې په چارو کې د دولت وزارت په اډانه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د کمېټې جوړولو لومړني ګامونه اخیستل شوي او ډېر ژر به دغه کمېټه جوړه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه