په بیجېنګ کې د افغانانو تر منځ د سولې خبرو ته چمتووالي د بشپړېدو په حال کې دي

a.zia
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۲ - ۱۰:۴۳
SMP

د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي په کابل کې د چین جمهوریت له شارژدافیر وانګ داکشو سره نن تر غرمې وړاندې د جمهوري ریاست په ارګ کې په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې په کابل کې د چین جمهوریت شارژدافیر په بیجېنګ کې د سولې د خبرو لپاره د نیول شوو چمتووالو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ده وویل هڅه کوو د بیجېنګ ناسته د افغانستان د سولې په بهیر کې مرسته وکړي او د دغه هېواد دولت د چمتووالو د برابرولو په برخه کې اړین اقدامات وکړي.
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي په ښه توګه د بیجېنګ ناستې د جوړېدو په موخه د چمتووالو د نیولو او ښو پایلو د ترلاسه کولو لپاره مننه وکړه.
همدارنګه ده د دې ناستې د چمتووالي د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې په بیجېنګ کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې په راتلونکو څو ورځو کې کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه