په بدخشان ولایت کې د سولې په پالیسي جوړونه کې د ښځو د واحد غږ ډلې جوړېدل
په بدخشان ولایت کې د سولې په پالیسي جوړونه کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ولایتي ډله د ښځو د ۲۵ استازو په غړیتوب سره جوړه شوه.
د سولې په پالیسي جوړونه کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ډلې د مشرتابه غړې خدیجې آرین په دغه ناسته کې وویل چې دا ډله د سولې په بهیر کې د ښځو د ښکېلولو په موخه جوړه شوې ده. دې د سولې په بهیر اغېزناکو دلایلو ته په اشارې سره وویل چې له ټولنیز، سیاسي او فرهنګي اړخه د سولې راوستلو اړتیا ده او ښځې باید په دغه بهیر کې پراخ حضور ولري.
له بلې خوا د ناستې ګډونوالو د سولې بهیر او په دغه بهیر کې د ښځو د ښکېلولو پر څرنګوالي خپل لیدلوري شریک کړل.
په ناسته کې حاضرو مېرمنو د ټولنیزې سولې په برخه کې د شځو د فعالیت د رول په اړه وویل چې ښځې د ټولنې نیمه برخه جوړوي نو باید د سولې په بهیر کې فعاله ونډه او حضور ولري او د یوبل منلو د فرهنګ رامنځته کولو لپاره کار وکړي.
هغوی د سولې په اړه له ښځو سره د مشورتي ناستو د دوام غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د سولې په بهیر کې باید د ښځو لیدلوري په پام کې ونیول شي.
ګډونوالو همدا راز د دغه ولایت په کچه د ټولنیزې، سیاسي او فرهنګي سولې د ټینګښت په برخه کې د جامع او عملي پلان د چمتو کولو او ترتیب په اړه بحث او خبرې وکړې.
د ولایتونو په کچه د سولې په پالیسي جوړونه کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ډلې په کابل کې د دغې ډلې تر جوړېدو وروسته چې چارې یې د سولې په چارو کې د دولت وزارت تسهیلوي پیل شوې او ټاکل شوې دغه ډلې به د مخورو او فعالو مېرمنو په حضور سره په ۳۴ ولایتونو کې جوړې شي.
