په افغانستان کې د ناروې له مرستیال سفیر سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د مرستیالې لیدنه
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې په افغانستان کې د ناروې د سفیر له مرستیال کارل سالیکېټ او د سفارت له دویم منشي سلک هلډال سره وکتل.
په دغه لیدنه کې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره د ناروې حکومت د همکاریو او د افغانستان او ناروې پر دوه اړخیزه هوکړهلیک خبرې وشوې.
ډاکتر عالمې په دغه غونډه کې همدا راز د سولې د روانو مذاکراتو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مذاکرهکوونکي پلاوي او خلکو ترمنځ د اړیکې په ټینګښت کې مهم رول لوبوي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې زیاته کړه چې دغه وزارت د ټولنې له بېلابېلو پاړکو سره د مذاکرهکوونکي پلاوي پرلیکه ناستې جوړوي تر څو خلک وکولی شي د مذاکرهکوونکي پلاوي له غړو سره په مخامخ ډول خپلې غوښتنې او پوښتنې شریکې کړي.
