په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرامونو له استازي سره د سولې په چارو کې د دولت وزیر لیدنه
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرامونو له استازي عبدالله الدارداري سره وکتل.
په دغه لیدنه کې ښاغلي الدارداري د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام د مرستو د دوام ژمنه وکړه.
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر د دغه وزارت د هغو کاري برخو په اړه خبرې وکړې چې د ملګرو ملتونو تخصصي ملاتړ ته اړتیا لري. نوموړي همدا راز د کډوالو بېرته راستنېدل، کارموندنه او په ټول هېواد کې د سولې د زېربناوو جوړول د دغه وزارت اساسي کارونه وبلل.
د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرامونو استازي د سولې په چارو کې د دولت وزارت له پروګرامونو ملاتړ څرګند کړ.
