ولسي شوراګانو او د مدني ټولنې بنسټونو د تاوتریخوالي درېدو او اوربند غوښتنه وکړه
ولسي شوراګانو او د مدني ټولنې بنسټونو په یوه ناسته کې چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې ګډون پکې کړی و، د تاوتریخوالي درېدو او اوربند غوښتنه وکړه.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د ناستې حاضرینو ته د هرکلي تر څنګ وویل چې د افغانستان ټول خلک تلپاتې، باعزته او عادلانه سوله غواړي؛ داسې سوله چې د افغانستان د خلکو لاستهراوړنې او ارزښتونه پکې وساتل شي.
دې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د کارکړنو او د خلکو له بېلابېلو پاړکو سره د مشورتي ناستو په اړه معلومات وړاندې کړل، په دوحه کې یې د مذاکراتو د بهیر په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، د خلکو د نظرونو او وړانديزونو اخیستو لپاره له بېلابېلو پاړکو سره د مشورتي ناستو لړۍ لا هم دوام لري.
د ولسي شوراګانو او مدني ټولنې بنسټونو د مجمع رئیس مجتبی مرزبان د دغه بنسټ او د هغه د موخو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې دغه مجمع د سولې په بهیر کې د خلکو ارزښتونو ساتلو ته کار کوي.
ورپسې مریم نایبي د سولې مذاکراتو بهیر په اړه د خلکو اندېښنې شریکې کړې او په دغه بهیر کې یې د شهیدانو د وارثانو پر ملاتړ، د وروستیو کلونو د لاستهراوړنو، د بیان آزادۍ او د کارګرانو د حقونو پر ساتلو ټینګار وکړ.
زینالدین علمیار د اسلام له نظره د سولې او پخلاینې پر اهمیت وغږېد او د مذاکرې له لورو څخه یې د خلکو غوښتنې شریکې کړې.
ده له حکومته وغوښتل چې د سولې بهیر د مختهتګ لپاره لا ډېره هڅه وشي او نړیواله ټولنه باید د دغه بهیر د ښه کېدو لپاره د سولې مذاکراتو ملاتړ وکړي.
همدا راز ښاغلي علمیار له طالبانو وغوښتل چې تاوتریخوالی بس کړي او د سراسري اوربند په اعلانولو سره د سولې بهیر له ښه کېدو سره مرسته وکړي.
ډاکتر یعقوبالله هم د اوربند لپاره د حکومت د دریځ پر ملاتړ ټينګار وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې د تاوتریخوالي په ختمولو سره د سولې ټينګښت ته زمینه برابره کړي.
ورپسې ګډونوالو د سولې بهیر او مذاکراتو په اړه خپلې پوښتنې مطرح کړې.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې لیلا جعفري مطرح شوو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
آغلې جعفري د سولې په بهیر کې د خلکو پر ګډون ټینګار وکړ او ویې ویل، دا خلک دي چې په مذاکراتو کې د خپلو حقونو د ساتلو لپاره کار کولی شي.
