هېڅ سوله به د خلکو له ګډون او ملاتړ پرته ونه‌شي

a.zia
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۴ - ۱۲:۵
SMP

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ولسي چارو ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند د کابل ولایت په شمالي کې د ناصري قوم سراسري شورا وربللی و او د دې شورا له غړو سره یې وکتل.

په دې لیدنه کې ډاکتر میرویس څرګند د سولې په چارو کې د دولت وزارت د پروګرامونو او پالیسیو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او په ځانګړي ډول د سولې په چارو کې د دولت وزارت غواړي چې ټول ټولنیز پاړکي د افغاستان د حکومت او ملت په مشرۍ د سولې په بهیر کې برخه واخلي. همدارنګه ده ټینګار وکړ چې هېڅ یوه سوله هم د خلکو له ګډون او ملاتړ پرته نه‌شي راتلای.

بل پلو د ناصري قوم د سراسري شورا رئیس حاجي امیر متان ناصري وویل چې ناصري قوم غواړي د سولې په بهیر کې برخه واخلي. ده د دې شورا په استازيتوب د افغانستان د اسلامي جمهوریت په مشرۍ د سولې د پروسې کلک ملاتړ اعلان کړ.

د دې لیدنې په پای کې ښاغلي څرګند په هېواد کې د سولې او ملي پخلاینې د فرهنګ دودولو په موخه د ناصري قوم شورا ته د سولې په چارو کې د دولت وزارت بیرغ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه