نړیوالې ټولنې په هېواد کې د روان تاوتریخوالي د درېدو غوښتنه وکړه
د ملي مصالحې عالي شورا د سیمهييزو او نړیوالو چارو کمیسیون، د سولې په چارو کې د دولت وزارت او بهرنیو چارو وزارت له لوري د افغانستان د سولې بهیر د ملاتړ لپاره د اجماع د پیاوړي کولو دویمه ناسته په آنلاین ډول وشوه.
په دې ناسته کې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله، د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري، د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت د همغږۍ، ستراتيژۍ او پالیسۍ د چارو مرستیال عبدالله خنجاني، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال میرویس ناب، د افغانستان د سولې په بهیر کې د همکارو بنسټونو او هېوادونو سفیرانو او استازو ګډون کړی و او د سولې په بهیر کې د سیمهييزې او نړیوالې اجماع په اړه بحث پکې وشو.
لومړی د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري ټینګار وکړ چې د سولې بهیر د مخته تګ لپاره په دغه بهیر کې د همکارو هېوادونو ملاتړ مهم دی او ویې ویل چې د افغانستان د سولې پر بهیر د سیمې د هېوادونو اجماع هم لازمي ده.
ده وویل چې د سیمې ټیکاو په افغانستان کې د سولې له ټينګښت سره تړلی او زیاته یې کړه چې دغه ناستې د سیمې له هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره د سولې بهیر په اړه د بحث زمینه برابروي.
د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله وویل چې په هېواد کې سولې ته د رسېدو لپاره سیمهييزه او نړیواله اجماع رامنځته کېدل حتمي دي او د دغې موضوع د اهمیت په درک کولو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د سیمهييزو او نړیوالو همکاریو د راجلبولو هڅه کوي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي د سولې مذاکراتو د بهیر پرمختګونو او د مذاکرهکوونکي پلاوي کارکړنو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د سولې مذاکراتو تر لومړي دور وروسته د لنډې دمې په جریان کې د افغانستان له خلکو او بېلابېلو بنسټونو سره مشورتي ناستې وشوې؛ ټولو غوښتنه کوله چې وګړني حقونه او د وروستیو کلونو لاستهراوړنې وساتل شي او په هېواد کې تاوتریخوالی ودرېږي.
په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال میرویس ناب وویل، زموږ هڅه دا ده چې د سیمې له هېوادونو او اسلامي نړۍ سره خپله دیپلوماسي پیاوړې کړو او په هېواد کې د اوربند لپاره د دوی ملاتړ ولرو. لکه څرنګه چې اسلامي هېوادونو په دې برخه کې ویلي چې د اسلام په سپېڅلي دین کې تاوتریخوالی نهشته او ناجایز دی.
د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله د ناستې په راټولولو کې له ګډونوالو مننه وکړه چې د سولې لپاره یې د افغانستان اسلامي جمهوریت د هڅو ملاتړ اعلان کړ. ده وویل چې بیړنی اوربند کېدل او تاوتریخوالی درېدل، د سولې مذاکراتو چټکېدل، د سولې په بهیر کې د افغانانو رهبري او مالکیت، د روان تاوتریخوالي غندل او د سولې بهیر د ملاتړ لپاره د نړیوالو همکارانو واحد غږ هغه موارد دي چې ګډونوالو په نننۍ ناسته کې مطرح کړل.
د یادونې ده چې د چین، برېتانیا، ترکیې، هند، فرانسې، اروپايي ټولنې، امریکا، ناروې، قطر، اېټالیا او اندونیزیا هېوادونو سفیرانو او استازو، د ناټو ملکي سفیر، د یوناما استازي او د اسلامي همکاریو د سازمان استازي هم په دې ناسته کې خبرې وکړې.
