ناروې د افغانستان د سولې بهیر همکاره ده
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري په دوحه کې د ناروې له ديپلومات کر آس سره وکتل.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې بهیر په اړه سلا مشورې او بحث وکړ او په دغه بهیر کې یې د ناروې د همکاریو په اړه خبرې وکړې.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د سولې راوستلو په برخه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت کلکې ژمنې ته په اشارې سره وویل دغه بهیر د نړیوالې ټولنې همکارۍ او د هغوی د ملاتړ دوام ته اړتیا لري.
ښاغلي کر آس د افغانستان د سولې د مذاکراتو پیل یو مثبت ګام وباله او زیاته یې کړه چې د ناروې دولت به د دغه بهیر د بریالي مخته تګ لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت همکار وي.
