منبرونه او جوماتونه د سولې د غږ پورته کولو ځایونه دي

a.zia
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۸ - ۵:۲۳
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند له یو شمېر علماوو، مخورو، د جوماتونو له امامانو، د افغانستان د نوي څپرکي ټولنې د څانګې له رهبرۍ غړو او د لوګر ولایت د سهاک قوم د شورا له رئیس سره لیدنه او خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې ښاغلي څرګند د سولې په چارو کې د دولت وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.

دغو مشرانو د وزارت د پروګرامونو په ملاتړ سره څرګنده کړه چې تر دې ناستې وروسته به د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره په هېواد کې د سولې د ټینګښت په برخه کې خپلو دوامدارو همکاریو ته دوام ورکړي.

د جومات خطیب مولوي حبیب‌الرسول د اسلام د سپېڅلي دین له لیده د سولې د ټینګښت اړتیا تشرېح کړه او ویې ویل چې سوله په دیني متنونو کې د یوه مهم بحث په توګه مطرح ده او اړتیا ده چې د هېواد په منبرونو او جوماتونو کې د پوهاوي لپاره په دې برخه کې غږ پورته شي.

د افغانستان د نوي څپرکي ټولنې د دویمې څانګې رئیسې فاطمې حسیني د سولې په بهیر کې د ښځو پر رول خبرې وکړې او ویې ویل چې دغه ټولنه به د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره د سولې په ټينګښت او پالیسیو عملي کولو کې په هر اړخیز ډول همکاره وي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه