ملت ته د دولت د حساب‌ورکولو په پروګرام کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت مطبوعاتي کنفرانس جوړ شو

a.zia
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۹:۴۴
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري او د دغه وزارت مرستیالانو نن ملت ته د دولت د حساب‌ورکولو په مطبوعاتي کنفرانس کې ګډون وکړ او د دغه وزارت د کارونو، ننګونو او راتلونکو پروګرامونو په اړه یې خبرې وکړې.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر، سید سعادت منصور نادري وویل، د دغه وزارت د جوړېدو موخه د دولت او خلکو وصلول، د دولت او سولې اړوندو جوړښتونو وصلول او له همغږي کوونکو بنسټونو سره د سولې د جوړښتونو وصلول او همدا راز د طالبانو او افغانستان اسلامي جمهوریت تر منځ د وصل ټکی دی. ده وویل، د سولې په چارو کې د دولت وزارت په دوو برخو یعنې سوله جوړولو او سوله بنسټیزولو کې فعالیت کوي.
ښاغلي نادري وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې جوړولو په برخه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي سکرتریت پر غاړه لري چې د جوړو شویو کاري کمېټو له لارې د محتوايی او تخنیکي، لوجستیکي او تشریفاتي ملاتړ په ورکولو سره دغه کار کوي. همدا راز د ملي مصالحې عالي شورا سکرتریت پر غاړه لري او د سیمه‌ييزې او نړیوالې اجماع په برخه کې فعال دی. ده زیاته کړه چې د وزارت چارواکي د ملي مصالحې عالي شورا د ۱۳ګونو کمیسیونونو د مشرتابه پلاوي غړیتوب هم لري.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د سولې بنسټیزولو په برخه کې وویل: د سولې هوکړه‌لیکونه عملي کول، بیا ادغام، د سولې زده‌کړه، د سولې پیغام‌رسونه، په نړۍ کې د سولې له انستېتیوتونو سره اړیکې جوړول او د سولې درې‌ګوني پړاوونه (سوله جوړل، سوله ساتل او سوله بنسټیزول) پر غاړه اخیستل د دغه وزارت یوه دنده ده.
ده د سولې په چارو کې د دولت وزارت د لویو فعالیتونو له ډلې څو مواردو ته اشاره وکړه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي تخنیکي، محتوايي، لوجستیکي او تشریفاتي ملاتړ؛ د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړولو له لارې د سولې په برخه کې د خلکو مشارکت خوندي کول؛ د خلکو له بېلابېلو پاړکو سره مشورتي ناستې جوړول او د بشري حقونو او مدني مسایلو شمولیت پکې وو. همدا راز ده وویل چې د ملي، سیمه‌ييزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا په برخه کې دغه وزارت مهم رول ادا کړی. ده د جنېوا کنفرانس ته په چمتووالي کې همکارۍ، د سولې د ملاتړ نړیوالې ډلې جوړېدو او د افغانستان د سولې او پراختیا د ملي چوکاټ د سند تدوین ته اشاره وکړه. ده همدا راز زیاته کړه چې دغه وزارت د مذاکراتو په جریان کې له نړیوالو سازمانونو سره ګڼې ناستې لرلې او له سیاستوالو سره یې هم دوامدارې ناستې کړې دي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د دغه وزارت راتلونکي پروګرامونه هم تشرېح کړل. ده وویل: ۱۴۰۰ ام کال د سولې کال نومول یوه هڅه ده تر څو د دولتي بنسټونو پروګرامونه پر سوله راوڅرخېږي، د افغانستان ولایتونو ته د سولې پیغام‌رسونه پراخه شي، د سولې روزنیز پروګرامونه عملي شي او همدا راز له جګړې په اغېزمنو سیمو کې د بیا ادغام پروګرامونه جوړ او عملي شي. دا هغه پروګرامونه دي چې د عملي کولو پلان یې جوړ شوی. 
همدا راز ده ملت ته د راپور ورکولو پروګرام په یوه برخه کې د خبریالانو پوښتنې هم ځواب کړې.
ښاغلي نادري د سولې د اړوندو ګڼو بنسټونو په اړه یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل، هر بنسټ جلا دنده او واک لري. ده د طالب بندیانو د خوشي کېدو په اړه هم وویل چې د بندیانو په خوشي کولو کې د خلکو غوښتنه اوربند و چې دغه کار لا تر اوسه نه دی شوی. ده وویل موږ اوس اوربند غواړو او مشران به د پاتې بندیانو د خوشي کولو په اړه پرېکړه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه